افغانستان

د دهمزنګ څلور لاری د شهیدانو په نوم ونومول شو

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني فرمان صادر کړی چې د دهمزنګ څلور لاري نوم دي د پرونۍ پيښي په مناسبت د شهیدانو څلور لاري په نوم یاد شي.
نوموړي د کابل ښاروالي ته امر کړی چې دغه چاري دي په نیژدې فرصت کې ترسره کړي.

تېره ورځ ماپښين مهال د دهمزنګ پر څلور لاري د جنبش روشنايي پر لاریون دوه پرلپسې چاودني وشوې چې له امله یې د وروستیو شمېرو سره سم ۸۰ کسان مړه او تر ۲۳۱ زیات نور ټپيان شوه.
ویل کیږي چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت اوس هم د اندیښنې وړ دی.

ولسمشر اشرف غني تېره شپه اعلان وکړ چې سبا ورځ به په ټول افغانستان کې ملي بیرغ نیم ځوړند وي او رسما به پر شهیدانو ماتم لمانځل کیږي.

ارګ ته نیژدې رسنیو خبر ورکړ چې نوموړي د جنبش روشنايي څلور مخکښو مشرانو د نیولو امر هم صادر کړی او ورسره یې امر کړی چې راتلونکي لس ورځي به په ټول افغانستان کې هیڅ ځای لاریون نه تر سره کیږي.

د تیري ورځي چاودنو مسؤولیت د اسلامي دولت ډلي (داعش) په غاړه واخیست او رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي چې ددوی دوه تنه ملګرو دغه بریدونه تر سره کړه.

د ملي امنیت د خبرپاڼي سره سم د تیري ورځي بریدګر «ابو علي» نومیدی، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x