نظــر

د کابل چاودنه اصلاً دې ناخبر ولس ته پیغام دي

لیکنه: سیف الرحمن رحماني

نن کابل د هزارګانو د پراخ لاریون شاهد وو، د حالاتو پرمخ د انځور شوو پریکړو بدلون یې خپل شعار ګرځولي وو، که څه هم دوی د ولس په حق کي د ځان په نفعه لاس وهنه کول، د هیواد د ابادۍ او ترقۍ نوم یې ځان ته نومولی وو، خو د حالاتو په استعمال یې د جواب لار د غدر او خیانت ستره نمونه وګرځیدل، ولسونه یې د غم او ویر په ټغر کښینول، د ولسونو د خوشحالیو او خنداګانو زغمل ورته ګران شول خو د پيښي عامل کوم عادي فرد نه بلکي یو منظم ګروپ دي چي د کړنه یې د منظم پلان پر اساس تر سره کړل

د عراق چاودنه د کابل په زړه کښي:

عراق د ژبني، قومي او نژادي توپیر پر سر د جګړو شاهد دي، ولسونه یې یو بل د همدې توپیرونو پر اساس سره وژني، د اختلافاتو بلي لمبي د ځینو استخباراتي کړيو په مټ د افغانستان حدودو ته لاپخوا را رسیدلي وې چي د زیږون لپاره یې داعیش ډله د عراق د مؤصله د افغانستان تر ننګرهار او د هیواد تر ځینو نورو سیمو را ورسیدل چي د دې ډلې د روزنکو او تمویلونکو یواځنی هدف د افغانستان په لمنو کي د ولسونو د خپلي منځي جګړې اور تازه کول وو

خو خوشبختانه د وخت د ویښ قیادت د حالاتو د څارلو نتیجه وه چي د هیوادونو د استخباراتي کړیو هغه هدف یې پر وخت مهار او خنثٰی کړ، ولس یې د خپل منځۍ جګړي، او تشدد څخه و ژغوری، د ولسونو د خندا ګانو او خوشحالیو لپاره یې ځانونه سپر وګرځول او د پیښیدونکو خطراتو مخه یې پر وخت ونیول

پیغام:

نن کابل افغان ولس ته د عراق انځور د مکملي شرحي سره وړاندي کړ، د عراق څخه د غربي ښامارانو د وتلو په اخیرنیو شیبو کي و لسونه د بهرنیو کړیو په لمڅون د خپل منځي جګړې ښکار وګرځیدل، ولسونو د قومي، نژادي او ژبني تعصب له مخي د یو او بل وژنه پیل کړل چي د اختلافاتو دابل اور د هم هغه استخباراتي کړیو په مټ د افغانستان حدودو ته د بیا کوښښ په نتیجه کي را ورسیدل

غربي ښاماران د خپلي ماتي او شیکست پټولو په موخه د هزاره، تاجک، ازبک، فارسي زبان، ترکمن او پښتون الفاظ د ولس د جنګولو په مقصد وکارول د نن برید د عراق حالت د خلګو پر اذهانو وشیندی، د ګوډاګۍ ادارې غلام مشران دا برید ته بغیر د لفظي غندني نور الفاظ نه لري ولسونه باید نور د هغه چا ننګه وکړي چي یقیناً هم د ولس رښتني خواخوږي وي، ولسونه باید نور د پټو سترګو اقتداء پاې ته ورسوي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x