افغانستان

د حزب اسلامي قومندان «کشمیر خان» مړ شو

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي مشهور قومندان الحاج کشمیر خان وفات شوی دی.

نوموړی د کنړ ولایت اوسیدونکی وه او په همدې ولایت کې یې د شوروي پر ضد د جهاد له مهاله د حکمتیار په مشرۍ وسلواله مبارزه کوله.

که څه هم حزب اسلامي تر اوسه د الحاج کشمیر خان مړینه رسما نه ده تایید کړې خو د نوموړي کورنۍ ته نږدې سرچینو تایید کړې چې نوموړي نن له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

تر اوسه د الحاج کشمیر خان د مړینې لامل او ځای په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظمیر

الله عزوجل نه ستر مجاهد کشمیر خان ته جنتونه غواړم باور وکری دومره ددی عظیم شخص مرګ نه یم خفه کړی لکه ځنګه چی د نن تکی اسیا بی انصافانه رویی او خبر خفه کرم دا خبر یی په داسی الفاظو نشر کری لکه چی کوم عام او بی کاره انسان وفات شوی وی دالله بنده ګانو لژ خو رب نه حیا وکری کشمیرخان هغه عظیم مجاهد دی چی شیخ اسامه تولی یوازی پریښود او ده حمایه کر او ځان سره یی وساته کشمیر هغه ستر مجاهد وی چی لمړنی روسی کلانشکوف یی افغانسان عنمیت کری خپل تول عمر یی… نور لوستل »

غوربندي

ظمیر صاحب ستاسو ګیله ماته پر ځای ښکاري، کاش د اتل کشمیرخان په اړه ددې خبر په متن کې ډیر څه لیکل شوي وای، حتی کاش چې حزب اسلامي ته یې منسوب نه وای یاد کړی. متاسفانه دا مرض ډیرو افغانانو ته سرایت کړی ده، څه موده مخکې د مظلوم شهید احمد بشیر ریان پلار خدای بښلی عبدالله ګل ریان وفات شو، هغه د پوهنتون له وخته له حکمتیار صیب سره ناسته ولاړه او اشنایي درلوده خو دا چې بعدا د حزب اسلامي له عضویت څخه ویاړمن! نه وو، د وفات خبر یې د شهادت په پاڼه په داسې بڼه… نور لوستل »

غوربندي

انا لله و انا اليه راجعون

خدای تعالی دې کشمیرخان ته جنتونه او کورنی ته صبر جمیل او اجر عظیم نصیب کړي.

زما له نظره کشمیرخان د پخواني حزب پخوانی قوماندان وو نه د اوسنی حزب اوسنی قوماندان

الحاج استا ذ بیانزی

زما د اسلامی څیړنو او ارزونو له مخی ! قران فرمایی تر هغی چه دی له مومن مسلمان څخه د فتنو او بدو کړنو څه لیدلی او اوریدلی نه وی په اړه یی ښه خیال ساتی ، د روسانو سره د حزب اسلامی د اولنی څو کلونو جهادی کړنو او اسلامی هلو ځلو ته که وکتل شی د قدر وړ وی پس له هغه چه حزب د نفس په مقابل جهاد کی ماتی وخوړه ، سپیڅلی جهاد یی د غربی استعمار په سوړ جنګ وپلورلو ، د دوی حیثیت د مجاهدینو له کچی د انګریزانو د مستخدمینو کچی ته راښکته… نور لوستل »

ساحل

بیانزی صيب السلام عليكم ورحمت الله وبركاته چي مـــــدام د بـــــــل و عيبو تـــــــه نــــــظر کړې خــــدای د خپـــــله عيبــــــــــــه ولي بې خبر کړې کــــه يــــــوه جـــــــودانه عيب وينې په بل کښي هغه يو جودانه عيب به يې لـــــوی غــــــر کړې کـــــــه دي خپـــــله ګنـــــــاه لــــــــويه لکه غر وي پـــــه حيــــــله حيـــــله بـــــه غــــر د مچ وزر کړې که څوک تله د انصاف په لاس کښي در کړي خـــــپل ټــــــــټو او د بــــــل اس بـــــــه برابر کړې تــــو لعنت دي پــــــــــــه دا هسي مــــــنصفي شه چــــــي د حـــــقه و بـــــاطل و تــــــه ګـــــــذر کړې تــــا تـــــه رب د مــــــلايــــــکو مــــــقام… نور لوستل »

Sahil

بیانزی توبه نعوذ بالله له ځانه خدای جوړ کړی اوس دا دی څوک چې مري د جنت او جهنم ټکټان نوموړی ورکوي د ده په وینا خدای بښلی الحاج کشمیر خان دوزخي دی!!!

ظمیر

غوربندی صاحب ځما په اند دا رسینی اکثره د استخباراتی کړیو له خوا چلیژی که هغه شهادت وی که نن تکی اسیا همدا رسنی د مسلمانانو اختلاف کی ستر رول لری موژ باید د هر هغه غیور انسان ستاینه وکرو چی د ستاینی وړ وی که هغه مرحوم ریان صیب دی که مرحوم کشمیرخان زه تاسو سره موافق یم او شهادت سایت تر هرچا زیات ښکنزل مار او د شخصیتونو جرح کونکی دی خو که انصاف نه کار واخلو او د عدل سترګی مو خلاصی کړو ډیر داسی موارد موندلی شو چی شهادت ورځپاڼی هم پری داسی لیکل کری له… نور لوستل »

خقپال

ساحل صاحب ! د بیانزی صاحب خبری دی په دی خوښی نه شوی چه حق یی لیکلی ، د حق منل ، د حق اوریدل او د حق لیدل د ځینو د پاره له زغمه وتلی ښکاری ، خیر مونږ تاسی نه ګرموو ، که د داود خان نیمه کمونست دوره ورسره وشمیرو تر څلورو لسیزو زیات ( تفریبان نیم قران ) وخت تیر شو زمونږ هغه ماشومان چه د دی بدلونو په سر کی زیږیدلی نن به ۴۰ کلن وی او هغوی چه هغه وخت کی شل کن وو ننه به شپیته کلن وی ، یعنی مونږ له زده… نور لوستل »

ساحل

خقپال یې او که حقپال! هرڅوک چې یې او زیات ګمان داسې کیږي چې پخپله بیانزی یې او په بل مستعار نوم دې لیکنه کړې ده. سلام درته وړاندې کوم چې السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وروره! زه نه له حزب څخه دفاع کوم او نه له بل چا څخه. هرڅوک یې پر اعمالو ارزول او نیول کیږي. تاسې هم طرف واقع کیږئ. الحاج کشمیر خان تر آخره پورې مستقیما له دښمن سره جنګېدلی نه لکه د ستاسې په شان چې په مسجد، بازار او ګڼه ګوڼه کې یې انفجارونه او خودکشۍ ترسره کړي وي. تاسې خو تل د افغانانو… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

ساحل صاحب السلام علیکم ! لمړی د دی اړه ده چه مونږ خبلی خبری په موکد او ګټور سلام پیل کړو ، دغه سلام مونږ ته د سلامتی هدیه او په عین حال کی زمونږ کرکی په مینه بدلوی. دوهم د دی اړه ده چه مونږ حتی د خپلو دشمنانو سره د اسلامی اخلاقو له مخی او په اسلامی حکمت مفاهمه یا مناقشه ترسره کړو ، حتی که مقابل اړخ غیر مسلمانان هم وی . تاسی ته حقپال او نه مونږ لیکلی چه ساحل یی که ساخل او یا دی ته ورته د چا اصلی یا مستعمار نوم بدلول غیر… نور لوستل »

غوربندی

ظمير صاحب

ستاسو نه ديره مننه جي زما تعليق مو د انصاف به تله تللي

رازي تنظيمي مصلحتونه له بامه وغورزوو أو هر جا ته د هغوی كمياني أو خطأوي به احسنه طريقه ور به كوته كرو.

ظمیر

غوربندی صاحب ځه د الله په نامه قسم کوم چی هیڅ قسم تعصب نلرم نه تنظیمی نه قومی نه هم مذهبی تر دی درته دیر ځه نشم ویلی هر مجاهد ماته د زره سر دی که هعه ازبک وی که پشتون وی که تاجک وی که عرب د حزب سره هم هیځ قسم اریکی نلرم کشمیرخان ځکه ستایم چی هغه راته معلوم دی چی ځنګه انسان وه او الحمد لله کلونه مخکی می د تنطیم پرستی بت مات کری او د اشخاصو بندګی نکوم چی هر روا نارا یی سم کار وبولم د څینی کسانو لیکنو ته حیران شم چی… نور لوستل »

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x