نړۍ

بغداد: په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان دي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): د عراق پلازمینه بغداد کې د چاودني له امله ۱۲ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د عراق چارواکي وايي چې نن د یک شنبې په ورځ یوه سرتیري بریدګر د شیعه ګانو سیمه «خادمیه» کې د امنیتي ځواکونو پوستې ته نیژدې ځانته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۱۲ تنه ووژل شوه او لږ تر لږه ۲۲ تنه نور ټپیان شوه.

په بغداد کې د چاودنو پړه اکثره په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډله (داعش) په غاړه اخلي.

د رواني میاشتي په سر کې هم د بغداد په یوه سوداګریز مرکز کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې ۲۹۲ تنه ووژل شوه او په لسګونو نور ټپیان شول او څو ورځي وړاندي د شیعه ګانو پر یوه امام بارګاه باندي چاودني ۴۰ تنه ووژل.

په دې وروستیو کې امریکایانو، شیعه ملیشو او عراقي پوځیانو د عراق په مختلفو برخو کې د داعش پر خلاف پراخ عملیات پيل کړي چې له امله یې په دې وروستیو کې د انبار او فلوجه ښار هم د داعش له واکه ووتی او جګړه اوس د موصل شاوخوا سیمو کې روانه ده.

د الجزیرې د راپورونو سره سم امریکايي او عراقي پوځ د جګړې په ډګر کې د ولسي او جنګي اهدافو تر منځ بېله توپیره بمباري او ډزي کوي چې له امله یې زیات شمېر ملکي وګړي هم په دغو جګړو کې له منځه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x