
افغانستان
حنيف اتمر روسيې ته په څلور ورځني سفر لاړ
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل):د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن روسيې ته په څلور ورځني سفر لاړ.
د ملي امنيت شورا څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له نوموړي سره په ملګري پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی شامل دی.
حنيف اتمر به په خپل څلور ورځني سفر کې له روسي چارواکو سره د ام ۳۵ او ام ۱۷ الوتکوسربيره د پوځي تجهيزاتو د مرستې او دغه شان د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو سياسي او امنيتي همکاريو پر سر خبري وکړي.
د ملي امنيت د شورا خبر پاڼه زياتوي چې اتمر به د روسيې له ولسمشر پوتين ، د امنيت شورا له سلاکار او د دفاع او بهرنيو چارو له وزيرانو سره غونډي وکړي