شعـــــرونه

غزل: رحمت الله منيب

رحمت الله منيب 

زړه دې ښایسته شه او ایمان دې ښایسته شه
روح دې رب سپېڅلی که او ځان دې ښایسته شه

چې ژوند دې ښایسته شي او اخلاق دې ښایسته شي
پخپله ښایسته شې او جانان دې ښایسته شه

چې گل غوندې ښکلا لري او هر چا ته محبوب وي
آند دې ښایسته شه او بیان دې ښایسته شه

چې ښه او بد توپیر کړي د انصاف فیصلې وکړي
احساس دې ښایسته شه او وجدان دې ښایسته شه

چې ښکلي ښکلي گوري او ښکلا ورته معیار وي
نظر دې ښایسته شه او چشمان دې ښایسته شه

چې ژوند دې له خندا او تبسم نه مالامال وي
ملگري ښکلي ښکلي او دوستان دی ښا يسته شه

منیب لاس په دعا وي که یې هیلې خدای پوره کړي
ارزو دې ښایسته شه او ارمان دې ښایسته شه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x