نړۍ

سوریه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ روغتونونه بمبار شوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): د سوریې په حلب ښار کې د بشار الاسد پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې څلور روغتونونه او د ویني راټولو یو بانک په نښه کړی.

د سپینو خولیو (white helmets) په نامه د ځان ژغورني یوې خیریه موسسې ویاند «عمار سالمو» ویلي چې د سوریې نظامي ځواک پنځه روغتیايي مرکزونه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په نښه کړي.

بل خوا د الجزیری خبریال ویلي چې د حلب ښار د څلور روغتیايي مرکزونو څخه یې یو مخامخ بمبار شوی او پاته دریو ته نیژدې بمبار شوی خو خپله روغتون نه دی په نښه شوی.
نوموړي ویلي چې په دغه روغتونونو کې هم د لنډي مودې لپاره روغتیايي چاري وځنډول شوې خو امید شته چې ژر بیا پيل شي.

نوموړي ویلي چې د سوریې دولتي ځواکونه له تېرو ۱۵ ورځو راهیسي هڅه کوي چې د حلب ښار شرقي نیمی برخه چې د پاڅون کوونکو جنګیالیو په لاس کې ده، خپل په کنټرول کې راولي خو تر اوسه نه دي توانیدلي.

د وایټ هیلمټ په نامه خیریه موسسې ویلي چې په ټول ښار کې یوازي دوه فعال تنورونه شتون لري چې د درې سوه زرو کسانو لپاره وچه ډوډۍ تیاروي.

د سوریې نظامي ځواک وروسته تر هغه روغتونونه په نښه کړي چې ایله څو ساعته تر مخه یې حکومت اعلان وکړ چې دوی د مخالفینو سره د سولي لپاره خبرو ته اماده دي او غواړي چې پنځه کلنۍ جګړه په خبرو پای ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x