نړۍ

په پاکستان کې د «پاک ترک» لیسې او مکتبونه د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): تیره ورځ په اسلام اباد کې د ترکیې سفیر د پاکستان حکومت څخه رسما غوښتنه وکړه چې په خپل هیواد کې دي د هذمت بنسټ اړوند «پاک ترک» مکتبونه وتړي.

هذمت بنسټ د فتح الله ګولن د تنظیم یوه برخه ده چې په ترکیه او نړۍ کې د تعلیم د پرمختګ لپاره کار کوي.

ترکیه پر فتح الله ګولن تور لګوي چې د خپلو اتباعو په واسطه یې هڅه وکړه تر څو د رجب طیب اردوګان پر خلاف پوځي کودتا وکړي.

ترکیه د نوموړي اړوند ټول تنظیمونه، تعلیمي او خیریه بنسټونه تړلي او په زرګونو کسان یې له حکومتي دندو شړلي دي.

د ډان نیوز خبري اژانس په وینا د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د رجب طیب اردګان سره ښې اړیکي لري، هغه نه شي کولای چې خفه یې کړي، ځکه نو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه جدي غور پیل کړی چې د «پاک ترک» مکتبونو د بندولو لپاره یوه قانوني چاره ولټوي.

پاک ترک د پاکستان پلازمینې اسلام اباد په ګډون، په لاهور، کویټه، کراچي، حیدراباد، خیرپور او جامشورو کې ۲۸ لیسې او مکتبونه لري چې په هغو کې د استادانو او کارکوونکو شمېره ۱۵۰۰ تنو ته رسیږي. په دغه مکتبونو کې د زده کوونکو شمېر ۱۰ زره کسانو ته رسیږي.

پورته معلومات په سند کې د نوموړي ادارې مشر «علي یلماز» ورکړي، او زیاته کړې چې دوی په پاکستان کې زده کوونکو ته په ښه معیار تعلیم ورکوي او د پاکستان ټول قوانین مراعتوي. نوموړي همداراز ویلي چې دوی په هیڅ توګه د فتح الله ګولن سره تړاو نه لري.

بلخوا د ترکیې حکومت وايي چې هذمت ټولني تر نامه لاندي د فتح الله ګولن ډله د پاکستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې خپل تعلیمي او تنظیمي څانګي خلاصي کړي.

د یادوني وړ ده چې د فتح الله ګولن ډله په افغانستان کې هم شاوخوا لس مکتبونه لري چې د افغان ترک په نامه یادیږي، په کابل، مزارشریف او هرات کې د هلکانو او انجونو لپاره یو یو، په کندهار، شبرغان، او جلال اباد کې یوازي د هلکانو لپاره مکتبونه لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید رسنیو ته ویلي چې دوی به په دې اړه محتاطه پریکړه وکړي «مونږ به حتما د ترکیې د حکومت خبري ته غوږ نیسو او ددوی اندیښنې به اورو».

نوموړي وویل چې یو ناڅاپه پریکړه به نه کیږي، د بهرنیو چارو وزارت به صوبايي (ولایتي) تعلیمي وزارتونو ته لیک ولیږي، ځکه چې دا یو تعلیمي مسله ده او هغوی به بیا پریکړه کوي.

نوموړي وویل: «مونږ باید پام کې ولرو چې په زرګونو ماشومان په دغه مکتبونو او لیسو کې درسونه وايي، حکومت به داسي پریکړه کوي چې ددغه ماشومانو زده کړي هم متاثره نه شي او د ترکیې د حکومت غوښتني هم پر ځای شي».

یوه حکومتي چارواکي چې په دغه موضوع کې د څه وخت لپاره دخیل پاته شوی، ډان نیوز ته ویلي چې «د ترکیې ولسمشر اردګان له ډیره وخته غوښتنه کوي چې دغه مکتبونه وتړل شي خو د پاکستان حکومت په یوه بله بهانه جواب ورکوی».

نوموړي ویلي: فتح الله ګولن یو خاصیت لري، هغه داسي کار نه کوي چې په ظاهره غیر قانوني ښکاره سي، ځکه حکومت هم نه شي کولای چې په قانوني توګه یې پر ضد څه چاره وکړي. او زیاتوي: «مګر اوس فکر نه کوم چې حکومت به زیات مقاومت وکړای شي، د اردوګان له خوا به پر اسلام اباد زیات فشار وارد شي، حکومت اړ دی چې یو بهانه وتراشي او دغه مکتبونه وتړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x