افغانستان

د هاوان په مرمۍ په درقد او چپرهار کې ۱۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله ورسیده

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، زمری ۳مه، ۱۳۹۵ل): د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدلو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د غه پيښه د درقد بازار ته نیژدې د نوروز خیلو په سیمه کې را منځته شوې او ددغه سیمي یوه اوسیدونکي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د بازار له لوري را توغول شوې د هاوان مرمۍ په یوه کور کې ولګېده چې له امله یې د یوې کورنۍ اوه تنه غړو ته مرګ ژوبله ورسیده.

نوموړي ویلي چې په کلي کې طالبان واکمن دي، او په بازار امنیتي ځواکونه دي چې د هاوان مرمۍ هم د هغوی له خوا فایر شوې وه.

بل خوا د تخار والي ویاند سنت الله تیمور رسنیو ته ویلي چې هاوان طالبانو خپله توغولی وو.

هغه ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ مور، پلار، دوه خویندي او یو ورور شامل دي او پاته ټپيان هم ورور او خور دي.

بلخوا نن سهار نهه بجې شاوخوا د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د شولانی او ګلدرې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري د هاوانونو ډزي وشوې چې له امله یې د هاوان دوه مرمۍ د عبدالشکور په نامه کس پر کور ولګېدې او د نوموړي میرمن او دوه تنکي ماشومان یې ورته ژوبله کړه. او دوه مرمۍ د همدې ولسوالۍ د شولاني په کلي کې د نوح جان اکا پر کور ولګېدلې چې له امله یې یو میرمن ووژل شوه او دوه ماشومان ټپيان شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړۍ پيښه په اړه څه نه دي ویلي خو ددوهمي پيښي په اړه یې ویلي چې په دغه وخت کې د طالبانو له لوري په سیمه کې هیڅ عملیات نه وه روان، خو بیا هم دولتي ځواکونو د خپلي قرارګاه څخه د کلي پر خوا ړانده هاوانونه توغول چې له امله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x