ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۹)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له سمې لارې کاږه او حيران ځوانان

دا هغه ځوانان دي چې عقيدې يې خرابې وي، په چال چلند کې يې فرق وي، په خپل نفس باندې مغروره وي، په رزائلو کې ډير ماهر وي، له بل چا نه هم حق نه قبلوي او په خپله هم ځان له باطلو اعمالو څخه نه منعه کوي، د ناوړه اعمالو په تر سره کولو کې ډير زړه ور وي، لکه چې دنيا د ده لپاره او دی د دنيا لپاره پيدا شوی وي.

دا هغه ځوانان دي چې د حق لوري ته هيڅکله نه ورمايله کيږي او له باطل څخه بيخي نه راګرځي، دوی د خدای جل جلاله د حقوقونو د ضايع کيدو هيڅ پروا نه کوي او نه  د نورو انسانانو د حقوقونو څه غم او پروا ور سره وي.

دا هغه څوک دي چې له فکرونو څخه يې انصاف ورک شوی، په سلوک او په نورو ټولنيزو تصرفاتو کې دوی انصاف بيخي نه پيژني، هر څه يې چې له خولې ووزي هغه ورته حق ښکاري، دوی ته خپل ځانونه په خپلو ټولو اعمالو کې معصوم ښکاري او حال دا چې دوی سراسر د خپل ځان او د نورو په حق کې ظالمان دي.

له دارنګه خلکو څخه د دين مستقيمه لار ورکه شوې او په ټولنيز (اجتماعي) ژوند کې هم ترينه د ښو خلکو تقليد ورک شوی، دوی ته خپل بد عمل ښايسته ښکاري او حال دا چې دوی سراسر په تاوان کې دي، په دنيوي ژوند کې يې ټوله سعيې عبث ده او په آخرت کې به هم د پيښمانه خلکو په ټولي کې وي، دوی په ځانونو او هم په ټولنه کې په نورو وګړيو ظلم کونکي دي، دوی په ټولنيز ژوند کې د عزت او کرامت لپاره د سرطان په څير وژونکې غځيدلې ولې دي چې له مرګ څخه پرته بل کوم علاج نلري.

متحير ځوانان :

دا هغه څوک دي چې د حق او باطل تر مابين متحير دي، حق پيژني او په پوره اطمنان سره خپل ټولنيز ژوند کوي، اما کوم وخت چې ورته د شر دروازه له کومې خوا را خلاصه شي نو يې په عقيده کې شک پيدا شي، په سلوک کې يې تغير راشي او اعمال يې فاسد شي او په يوه لوی فکري او نفسياتي رنځ اخته شي، دوی حيران پاته شي او نه پوهيږي چې اوس نو په ورپيښو مسائلو کې کومه حق او کومه يې باطل ده، د همدې تردد په وخت کې سره له ډيرې پريشانۍ کله يوې خوا او کله بلې خواته مراجعه کوي.

دا قسم خلک په خپل ژوند کې يوې داسې جاذبې قوې ته محتاج دي چې هغه يې د حق لوري ته او د خير لارې ته راکش کړي او دا د دوی لپاره کوم مشکل کار هم نه دی خو که چيرته دوی يو د حکمت، علم، د ښه نيت څښتن او يو نيک داعي د ځانو لپاره پيدا کړي، د دا قسم خلکو زياتره برخه هغه ځوانان تشکيلوي چې له اسلامي زده کړو سره سره يو شمير نورې هغه بې دينه زده کړې وکړي چې په اصل حقيقت کې له اسلام سره په ټکر کې وي.

ايا له دې مشکل څخه د  دغه شان خلکو لپاره کومه د خلاصون لاره شته؟ هو ! دا کار هغو مخلصو علماء کرامو ته چې د قرآن کريم او د سنت رسول صلی الله عليه وسلم په اسرارو پوره علم ولري او هغو پوهانو ته چې له اسلامي تعليماتو سره مينه ولري او په خپلې دغې مينې کې صادق، مخلص او ريښتوني وي کوم مشکل کار نه دی، دوی کولای شي چې  په ټولنه کې دغه متحير خلک قانع کړي او د هغوی له فکرونو څخه هغه ناوړه سوچونه ليرې کړي کومو چې د دوی په سرونو کې د يو شمير غير اسلامي زده کړو په ملتيا قرار نيولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x