شعـــــرونه

غزل: نصيب رحماني

نصيب رحماني

ستړی ،ستړی یم ستومانه غیږه راکړه
په ګلونو کې ريحانه غیږه راکړه

په مودو، مودو سفر کې لالهانه
یاره نن خو ښه پریمانه غیږه راکړه

ستا د مینې روژتي یمه پوهیږي؟
دي اختر کې خو مې ګرانه غیږه راکړه

د خالق په دغه ستره پاچاهي کې
چیرته،چیرته یې؟ انسانه غیږه راکړه

لا موده کیږي چې تا پسې رنځور یم
راشه رامیشه درمانه غیږه راکړه

ورځې ،شپې به مې یوه،یوه حسابله
کال پوره شوه اي جانانه! غیږه راکړه

ستا د مینې د زکات که مستحق یم
رحماني نو بیا له ځانه غیږه راکړه
ــــــــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x