نظــر

د کرزي حکومت او د کمونستانو محاکمه

پدې وروستیو کی د هالنډ هیواد لخوا یو لست خپور شو  چی پکې د ۵۰۰۰ هغو کسانو نومونه نشر شوی چې د ۱۳۵۷او ۱۳۵۸کلونو راهیسې یی د مرګ او ژوند درک نه وو. دغه لست په ډاګه کړه چی دغه کسان د هغه مهال د ملحد کمونستي رژیم لخوا د اسلام  په تور نیول شوی وو او بیا په ډله ییزه توګه په ظلم سره وژل شوي وو.

د دغه د لست تر خپریدو وروسته په کابل کی د شهیدانو غائبانه جنازې وشوې او سلګونه خلک د لاریونونو په ترڅ واټونو ته راووتل او د دغو شهیدانو د قاتلینو د محاکمې غوښتنه یی وکړه.

ګډونکونکو چی پکی د ځینو شهیدانو وارثان هم شامل وو د اوسني دولت د عدلي او قضایی ادارو، ملی شورا سیاسی ګوندونو، مدنی ټولنی او نورو ورته اورګانونو څخه وغوښتل چی د عدالت د تحقق په خاطر دې د دغه انسانی جنایت ترسره کوونکي ژرترژره محاکمه کړي.

دا خو د هر افغان ارمان دی چې ملحد کمونستان چې د افغانستان د بربادی اصلی عاملین او د یونیم میلیون شهیدانو قاتلین دي باید د الهی حکم په رڼا کې محاکمه شي. خو اساسي پوښتنه داده چی ایا دا به معقوله او واقعی وي چی د اوسني رژیم څخه دا تمه وشی چی د پخواني کمونستی رژیم جنایتکاران دې د حق او عدالت محکمی ته را کش کړي او ورباندې الهي حکم نافذ کړي؟ ایا دغه رژیم د دې وړتیا او واک لري چې یو شرعی حکم صادر کړي او د دغو شهیدانو قاتلین کمونستان قصاص کړي؟
ټولو ته څرنګده ده چې کمونستان د اوسنی ګوداګی رژیم یوه اساسی برخه جوړوی، او په ټولو ادارو کې پیاوړی شتون لري. په ځانګړې توګه کمونستان د کرزي په امنیتی اورګانونو کې خورا پیاوړي او د مهم رول لرونکي دي. د کرزی په خپله خبره چی ویل یی، دئ پدې ویاړي چې د ده په دیموکراتیک رژیم کې مجاهد، خلق او پرچم ټول د یو بل تر څنګ ناست دي.  البته د مجاهد څخه یې هدف رباني خیل او سیاف خیل او نور هغه ټوپکیان وو چی  په بې ګناه وژنو او نورو جنایتونو کې تر کمونستانو کم ریکارډ نه لري.

که فرض کړو چې نن کرزي امر وکړ چی په لست کی د ‍ذکر شویو شهیدانو د قتل په تور دې پخوانی کمونستان ونیول شي او په اصطلاح عدلي او قضایي اورګانونو ته دې وړاندې کړای شي، او بیا امنیتي او اجرایوي ادارو ته دنده وسپارل شي چی کمونستان ونیسیي، پداسی حال کې خپله کمونستان د کرزي په امنیتی ادارو کې واکمن دي ایا دا کار به شونی او معقول وی؟ نه!

وحشي کمونستان اوس هم په واک کې دي او هغوی ته واک د همدې لپاره ورکړل شوي چې هغوی په استخباراتي او امنیتي برخه کې پخوانۍ اوږده تجربه لري. هغوی د مسلمانو په تعقیبولو، نیولو، شکنجه کولو او بالآخره وژلو کی مسلکي مهارتونه لري او اوسنی نظام د هغوی دغه تجربی او مسلک ته اړتیا لري او ورڅخه ګټه پورته کوي.

کمونستان اوس هم د بندیانو سره تحقیق کوي هغوی شکنچه او اوس هم د زندانونو کنټرول په لاس کې لري. د استخباراتو او محابسو د اکثریت ریاستونو واک اوس هم کمونستانو سره دی او لاهم په زندانونو کی د مسلمانانو سره خپل پخواني چلند ته ادامه ورکوي.

اوسنی رژیم نه دا چې کمونستان محاکمه کولای نشی بلکه د هغوی پوره حمایت کوي. د داسی بې واکه، فاسد او مفسد نظام څخه د الهی عدالت د تطبیق تمه او د شهیدانو د سپیڅلو وینو د قصاص غوښتل به بیځایه وی بلکه داسی نظام ته د شرعی او قانونی نظام په سترګه کتل به ټولو هغو شهیدانو  ته سپکاوی وي چې په تیرو څو لسیزو کې یې د افغانستان د خپلواکۍ او د یو سوچه اسلامی نظام د حاکمولو په مقصد خپلې سپیځلې ویني تویې کړي دي.

الله (ج) دې زمونږ د کړیدلي ملت د شهیدانو قربانی قبوله کړې او زمونږه خاوره دې د کفارو د اشغال څخه آزاده او د ګوډاګي نظام څخه پاکه کړې او په افغانستان کې دې یو داسی قرآني نظام حاکم کړې چې د افغان مسلمان ملت د پخوانیو او ورستنیو شهیدانو ارمانونه پوره کړي. اللهم آمین

عمر محتسب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x