نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱۹ برخه)

په عام ډول په جزايي دهلیز کې بندیان  له لسو تر شلو ورځو پورې ساتل کېدل، له هغه وروسته بیا بل دهلیز ته بیول کېدل، زه خپله دولس ورځې په جزايي دهلیز کې وم، ځینې ځینې کسان به بیا په میاشتو، او کلونو هم پکې اوسېدل! د بېلګې په توګه زراجم تر پایه په همدې جزايي دهلیز کې و، همدا رنګه یې هغه بل ملګری.
 یو بل کس بیا و، تقریبا درې کاله یې په همدې جزايي دهلیز کې تېر کړي وو، هېچا سمه خاطره نه ترې لرله، چا چې وخت ور سره تېر کړی و، سر به یې ترې ټکولو، نه یې ځوان په سمه پرېږدو، نه سپین ږیری، نه عالم او نه آمي، له هر چا سره به یې جنجال کوو،

الحمد لله زه تر پایه په یوه خونه کې ور سره یو ځای نه شوم، خو کوم ملګري چې ور سره وو، ډېر سخت سر یې ترې ټکولو.
 لومړی یې چې کله مونږ له ریات ۹۰ نه ریاست ۱۷ ته راوستو، زمونږ یو ملګری یې د همدې کس خونې ته ور وستولی و، څو ورځې وروسته بیا زمونږ خونې ته راغی! یو په بل مو چې سترګې سره ولګېدې! دواړو داسې احساس کړه لکه آزاد شوي چې وو! ده ویل ما خو دا تصور نشو کولی چې له تا سره به بیا په یوه خونه کې یو ځای کېږم! ستا په لیدو مې خوشحالي دوه برابره شوه! ما ویل ولې؟ وايي له یو ناولي انسان سره په خونه کې یو ځای شوی وم! ما په خپل ژوند کې دا ډول انسان نه و لیدلی! دومره ورسره تنګ شوم چې آخر مې کارمندانو ته ویل چې ما په حمامونو کې بندي کړئ خو له دغه خونې نه مې وباسئ! خیر دې یوسي دا دي ستاسو خونې ته یې را وستم!
 یو خو هسې بندي وم، خو دې ناولي په بند کې بله بندیخانه جوړه کړې وه! ډډې وهلو ته یې څوک نه پرېښودل! ماسختن به چې کله ده غوښتل چې پرېوځي ټول باید سمدستي پرېوتلي وای! څوک یې نه پرېښودل چې کښينې! که به چا ته خوب ورتلو او که نه باید پرېوتلی وای! او بیا یې د سر پورته کولو اجازه هم نه ور کوله! که به چا سر لږ پورته کړ پرې و ږغ بې کړ چې سر مه پورته کوه! هېچا څه نه شوای ورته ویلی!
  ډوډۍ، شېدې او میوه به چې کله راغله، تر هغه چا لاس نه شو ور وړای تر څو چې به ده شروع نه وه پرې کړې! څوک یې نه پرېښودل چې هر وخت تلاوت او یا لمونځ وکړي! نفلي لمنځونو ته یې هم څوک نه پرېښودل! د جمعې لمانځه ته یې هم څوک نه پرېښودل! سره له دې چې په خونه کې مولوي صاحبان هم را سره وو! خو چا دده له ډاره د جمعې لمونځ نشو کولی!
 نوی بندي به چې راغی ده به سمدستي پوښتنې ترې پیل کړې، ډېر داسې بندیان و چې په ریاست ۹۰ کې یې حال نه و ویلی، ډېرو وهلو او ټکولو ته ټينګ شوي وو! ځانونه یې د عمر عیبي کړي وو! خو له دې ټولو سره سره يې حال نه وو ویلی! دلته چې به د ده خونې ته راغلل ده به په په نیم ساعت کې ټول حال ترې واخیست! او سمدستي به یې د زندان څارنوالانو ته ور ورسولو!
 دغه ناولي به ځان د کلک طالب او مجاهد په جامه کې نغښتی و، غټې غټې خبرې به یې کولې! چې دومره امریکایان مې وژلي! دومره مې د ملي اردو کسان وژلي! دومره مې وسله درلوده! څو سوه مې ملګري درلودل! له مشر ملا صیب سره له نېږدې پېژنم! دا حکومت د امریکایانو حکومت دی! دا او دېته ورته خبرې به یې پیل کړې! هغه کوم نوی بندي به  یې چې دده خونې ته ور وستلی و، هغه به چې دا خبرې واورېدې! حیران به شو چې دا څه بلا ده! ما خو هېڅ نه دي کړې! سمدستي به یې د زړه حال ور سره شریک کړ! چې ما هم دومره جهاد کړی! دومره وسله لرم! په لسګونو ملګري لرم! خو په تحقیق کې مې حال نه دی ویلي! هر څه مې پټ کړي!!
 په دې توګه به دغه جاسوس معلومات تر لاسه کړل، نور به یې د خونې دروازه په چوخ وټکوله! دا د دوی تر منځ شفر و! کارمندانو باشیانو ته ویلي وو چې په دغه خونه کې دغه کس چې کله دروازه درته ټکوله سمدستي به یې ورته خلاصوئ!  باشي به دروازه ورته خلاصه کړه، سمدستي به کارمندانو ته ورغی او ورته و به یې ویل چې پلاني کس داسې او داسې ویل!   هغه بندي غریب چې د ډېرو وهلو ټکولو په نتیجه کې به یې اقرار نه و کړی! سبا به چې تحقیق ته ورغی! څارنوال به ټکي په ټکي کیسه ورته تکرار کړه! چې تا خو دا کار کړی! دا دې کړي! دا دا دې کړي! هغه بندي غریب به حیران پاتې شو! ځکه ټکي په ټکي به یې هغه څه ورته ویل چې ده کړې وو! مجبور به شو اقرار به یې ورته وکړ! هو! هغه اقرار چې په شپو شپو بې خوابۍ، وهل ټکول او ځوړندول به یې منلي وو، خو اقرار به یې نه کولو! مګر دلته به یې مفته په مفته کې وکړ!  
 خو حیران به په دې و چې دا معلومات څارنوال له کومه کړي! دا خو به یې په خیال کې هم نه راتلل چې د خونې کوم ملګري به یې څارنوالانو ته دده حال ور کړی وي! ځکه ده فکر کولو چې ټول بندیان دده په څېر دي! او په دې ناولي خو به یې بالکل ګومان نه راتلو! ځکه هغه به ځان دومره ستر مجاهد ښودلی و چې چا یې د جاسوسۍ تصور نشوای کولی!
 زما نوموړي ملګري ویل چې کله یې زه  د دغه جاسوس خونې ته ور وستم، سمدستي یې د غورو پرو په ویشتلو پیل وکړ! ملا محمد عمر راته ویل چې سړیه راشه دا د مشرقي درې ولایتونه به در کړم! ته یې مشر شه! خو له ما سره یو ځای شه! ما ورته ویل: داسې نه شي کېدای زه دا خبره نه منم!!! یوه ورځ له ملا برادر په مجلس کې راسره ناست و! یوه بې ځایه خبره یې وکړه! ورته په غوسه شوم! په لاس کې مې د چای ډکه پیاله وه! پرې ور ګوزار مې کړه! ما ویل غلی شه چې بل ځل داسې جک و نه وهې!!!
  ملګري مې ویل زه حیران شوم! چې دا څه لیونی دی! ماغزه یې خراب شوي او که څه بل چل پرې شوی؟ ځکه ما زه په دې پوهېدم چې ملا محمد عمر څوک دی او ملا برادر څوک دی! بس نو څه مو کړې وای! جاسوس و، ټول ترې یرېدل، چا څه نه شوای ویلی! ځکه که یې څه ویلي وای سمدستي یې کارمندانو ته ویل او سل تورونه به یې ور پورې وتړل! هر چا ګوزاره ور سره کوله! ما ورته ویل : نور خو به ګوزاره ور سره کېدله! آخر دا مو څه رنګه تحمل کولی شوای چې د جمعې لمانځه ته یې نه پرېښودی!! د قرآن کریم تلاوت ته یې نه پرېښودئ! په تاسو کې دومره څوک نه و چې په دغه خوله مو یو ګوزار پرې کړی وای!! ملګري مې ویل: قاري صیب!  الله دې مه ور سره یو ځای کوه! ډېر ناولی انسان دی!
زما له یوې خوا ډېره ورته سودا وه ما ویل چې دا خو مې یو ځل لیدلی وای چې دا څه ډول حیوان دی! ځکه هېڅ داسې بندي ما ونه لیدو چې له ده نه یې بدې ورځې نه کولې! خو له بلې خوا به مې بیا له الله جل جلاله نه پناه غوښته چې کله په کومه خونه کې ور سره یو ځای نه شم! ځکه دومره خلک چې نه دي توانېدلي چې په مقابل کې یې و درېږي نو ته به څه توره وکړې!
 کله به یې چې ( اوتاوۍ ) ته وایستلو، چې را به غلو، ملګرو به ویل، حکمت مو ولید! له کارمندانو سره یې خندل! هلته له باشیانو سره ناست و! اوتاوې یې دیته ویله چې هره ورځ به یې د نیم ساعت یا څه زیات وخت لپاره د هرې خونې بندیان په نوبت بهر ته ایستل، هلته یې یو څو وړې وړې خونې داسې جوړې کړې وې، چې چتونه یې نه لرل، د پنجرو دروازې يې وې، په یو کتار کې یې جوړې کړې وې، تقریبا شپږ اوه خونې به وې! بندیان به یې په دغه پنجرو کې ننویستل! نور به یې پنجره یې دروازه ور پسې قلپ کړه! د یو پنځلسو شلو دقیقو لپاره به دلته وو، بیا به يې په نوبت را خوشي کړل، د یو لسو پنځلسو دقیقو لپاره به یې په دایروي شکل تاو را تاول کړل!
 دې ته دوی اوتاوي ویله، په دې کې د بندیانو لپاره دوه ګټې وې، یو خو به د یو څه وخت لپاره د لمر شعاوې پرې ولګېدې، او بل به یو څه وګرځېدل لږ پښې به یې خلاصې شوې! حکمت جاسوس او ځینې نور جاسوسان او باشیان به نه په پنجرو کې ننویستل کېدل او نه به تاوېدل را تاوېدل، خپل طبعیت يې و! کيناستل که ګرځېدل! چا څه نه ورته ویل، په داسې حال کې چې بل بندي به که هسې لږ ودرېد یا به یې یوې او بلې خوا ته لږ زیات وکتل سمدستي به جزايي کېدو! کارمند به ږغ پرې وکړ: چې میکنې! که به یې خوښه شوه را وبه یې غوښت او جزايي به کړ!
 یوه ورځ یو ملګري را ته ویل: حکمت الله دې ولید! ما ویل نه، وايي ولې هغه مونږ ته چې مخامخ ولاړ و! ما ویل هغه حکمت الله و؟ وايي هو! ما ویل سبحان الله!! الله جل جلاله عجیب مخلوق د عجیب کار لپاره پیدا کړی!  … نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x