ورزش

کرکیټ: افغانستان غواړي نړیوال جام ته لاره پيدا کړي

نن ټکی آسیا: که د راتلونکي چار شنبې او جمعې په ورځ د افغانستان د کرکیټ ټیم د کینیا څخه پنځوس اوریزه دواړې لوبي په متحده عرب اماراتو کي وګټي، نو افغانستان به د لومړي ځل لپاره د کرکیټ 50 اوریز نړیوال جام ته لاره پيدا کړي.

افغانستان په نړیوال جام کي د ځای موندلو لپاره د سیالي کونکو هیوادونو څخه د پنځلسو نقطو په درلودلو سره څلورم مقام لري، او تر اوسه یې ۱۲ لوبي کړي.

د افغانستان تر مخه آیرلینډ یوازینی داسي هیواد دی چي نړیوال جام ته یی لاره موندلی، او د دوهم ځای لپاره افغانستان دا موقع لري.

آیرلینډ په دغو سیالیو کي 24 نقطې ګټلي وي، او ځکه نو لومړی راغلی، ورپسې امارات (18)، بیا هایلنډ (18) او بیا افغانستان 15 نقطې لري، که افغانستان دغه دواړه لوبي وګټي، نو ټولي نقطې به 19 سي او په دې توګه به متحده عرب امارات او هالینډ تر شا پرېږدي، او د نړیوال جام لپاره به د آیرلینډ سره په ګډه ځای پيدا کړي.

باید وویل شي چي د کرکیټ پنځوس اوریز نړیوال جام به په کال 2015 کي په اسټرالیا او نیوزیلینډ کي تر سره شي.

باید وویل شي چي نن ورځ به د افغانستان او کینیا تر منځ شل اوریزه لوبه هم تر سره شي، او یوه بله شل اوریزه لوبه به په 11 د اکتوبر په شارجه کي ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x