ټولنیزه برخه

هغه وخت یې ولوله چې ډېر یوازې او زړه تنګی شوې

غواړم یو څه ووایم، تا ته، خپل ځان ته، هغه کس ته چې ورسره مینه لرم او ټول هغه کسانو ته چې راباندې ګران دي، نه پوهېږم چې په دې دنیا کی یو انسان هم زما خوارکي سره مینه لري، غواړم هغه کسانو ته یې هم ووایم کوم چې زه ورته ګران یم او زه له ګرانښت څخه نه یم خبر.

داسې ورځ به راشي نور به درسره هېڅ ګرانښت نه وي پاتې، هیڅوک به درباندې زړه نه سوځوي، ستا درد او زړه تنګۍ ته به یې هم زړه نه تنګېږي،

هیڅوک به د خبرو لپاره زړه نه درنږدې کوي، داسې ورځ به هم راشي هغه څوک چې مینه درسره لري، زړه یې په ورځو او شپو ستا د زړه اوبه څښلې وي، له تا سره یې مرګ او درد ټول شریک و، خپل ګرانښت به وې د هغه پر وړاندې هم له لاسه ورکړی وي، غواړې به چې مینه دې پرېږدې؟ د نازولو او پړ کیدلو خبرو له جملې به یوازې درته وایي نور نه غواړم مخ دې ووینم، حتا اوازې هم واورم په دې ورځ به دې څومره زړه تنګ وي؟ له ټولو به دې زړه تور وي. پوهیږم د یوازیوالي احساس به دې تر هغه سخت ګاللی وي چې ادم علیه سلام د نړۍ پر مخ یوازې و.

دا هغه وخت دی چې هېڅ زړه دې له مینې سره، مینه نه لري، هېڅ زړه درسره راز نه شریکوي، ضرور ده په دې ورځ به ته له ټولو امېده کېږي، له همدې ورځې به داسې پرېکړه کوې چې زه نور له هېچا سره زړه او مینه نه شریک کوم.

ته هم نه د چا مخ او نه د چا شا ته کتل غواړې، اوس ته هم د دوی له خوا یوازې شوی یې او هم دې خپله ځان یوازې کړی دی، خو داسې نه ده، که چېرې په یوه ورځ ټوله نړۍ لاړه شي، ټوله نړۍ دې له مینې لاس واخلي، او هر کس و نه غواړي ستا سره وویني، بیا دې اواز واوري، که چېرې یوه دروازه هم ستا پر مخ خلاصه نه وي، بیا هم یو داسې څوک شته چې ستا اواز واوري؟ هغه څوک ډېر لوړ دی، هغه، هغه څوک دی چې تر ټولې نړۍ هم لوړ او هم لوی دی. که چېرې د نړۍ تر ټولو بد انسان هم اوسي لکه زه ، بیا هم تر ټولو تاته نږدې دی، هره شېبه دې اواز اوري، مینه درسره لري، که دې اواز ډېر بد وي له ژړا سره دې مینه لري، یو ځلي د هغه پر لوري هغه سترګې چې زړه سوی پکې وي، ورواړوه، یو څاڅکی اوښکه یې له غمه راتوی کړه ، هر لوري ته چې وګورې ستا رب ج به ستا سره وي، په هر ځای کې، په هر وخت کې.
یوازې هغه څوک چې همېشه درسره مینه لري، او هغه مینه چې هېڅ وخت دې یوازې نه پرېږدي، هر وخت دې د اواز اورېدلو سره مینه لري او په هره تنهایي کې درسره وي، هغه ستا رب او خداي ج دی.
همېشه درسره دی، همېشه ورته ږغ کړه، او وګوره چې په څومره مینه به ستاسو اواز واوري.

تر دې وروسته دې د داسې چا سره مینه وکړه چې په اصل کې ( هېڅ وخت ) هغه ته معنا نه لري هر وخت ستاسو سره دي. وګوره څومره وفادار یار دې وموند، ډېر مهربان دی، اوس نوکه چېرې هېڅ وخت او هېڅوک درسره مینه ونه کړي، خدا ج درسره مینه کوي او هغه دې له مینې خوند اخلي.
ګوره ! هیڅ وخت بیا ونه وایې ( زه یوازې یم ، ما ته مې مینې ځواب راکړی دی ، زما سره څوک مینه نه کوي ).l

عبید تنویر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x