نړۍ

جرمنی : سوري کډوال ۱۲ تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل): يوه ۲۷ کلن سوري کډوال د جرمني په جنوب کې شراب خانې ته نژدې هغه مهال چاودنه کړې کله چې د موسيقۍ کنسرټ ته له ننوتلو منع شو.

د چاودني په پايله کې ۱۲تنه ژوبل شوي او خپله سوري کډوال هم وژل شوی.

پېښه د باواريا ايالت په آنسباګ ښار کې شوې.

د باواريا ايالت د کورنيو چارو وزير د يادي پيښي د تأيد ترڅنګ ويلي ددغه سوري پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه رد شوې وه .

ياده پېښه د جرمني په باواريا ايالت کې د رواني اونۍ دريمه پېښه ده چې له ځان سره مرګ ژوبله لري.

دا هيواد له يادي پيښي څو ورځي وړاندي هم د خونړيو بريدونو شاهد وو د هغو له جملې يې لومړی په اورګاډي کې د يوه افغان له لوري د تبر او چړو په بريد کې لږ تر لږه ۵ تنه ټپيان شول او له هغه وروسته بل بريد پر سوداګريز مرکز وو چې له بريدګره سره ۱۰ تنه په کې ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x