
فراه کي د دولت او طالبانو ترمنځ سختي جګړې پيل شوي
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل):د فراه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې له تېر ماښام راهيسي د دولت مخالفو قواوو پر امنیتي پوستو ډليز بريدونه پيل کړي دي .
طالبان د پشترود ولسوالۍ د چارماس ، دهکين ، ګسکين ، بلندي ، برهنګکي او نهاغ سيمو ته داخل شوي.
د سیمی خلک وایي چې مرکز ته غزېدلي ټولي لاري د طالبانو له لوري تړل شوي خلکو ته د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي او جګړه لاهم ګرمه روانه ده .
حکومتي چارواکو لا تر اوسه د يادو بريدونه په اړه څه نه دي خپاره کړي.
د کره معلوماتو لپاره له نن ټکي اسيا سره اوسئ!