نظــر

زوړ غوايي او نوي سربانډه

د ٢٠٠١ع كال دسيپتمبر يولسمې  نيټې په بهانه امريكا او صليبي دولتونو د اسلام مقابلې ته راودانگل چې په ړومبي قدم كې يې زمونږ گران هېواد افغانستان وټاكه د طالبانو نظام يې  ړنگ كړ او صليبيانو خپل خپل گوډاگيان په يوه اميل كي وپييل او بيا په څو برخو جمع بندي كړل چې په دې كې د شمالي ټلوالې او پخواني پاچا برخه غوښينه ښكاريده خو  دپاچا د ډلې طراح پروفيسور ستار سيرت وو چې د دولتي تجربي په خوا كې د اسلامي زده كړو هم برخمن وو

او هم د داود خان د كودتاه د زمانې راهيسي د پاچا د خاص استازي په توگه ښكته او پورته ليږل كيده خو څه گټه يي نه وه ترلاسه كړي  يواځې د مناسباتو او تجربو په اوبو خړوب شوي وو كله چي صليبيانو په بن كي دغونډي جوړولو امر وكړ نو ده هم په زړې نقشې لاس تير كړ او د خپل بادار په مخ كې وغوړوله او دوى  يې په دي اوسني گډوله او لاسپوڅي تركيب او ده ته د موقتي ادارې په مشرۍ قانع كړي خو صليبيانو دده يوه طرحه ومنله دا يي څنډي ته ټيل وهلو او هغو خپل بل گوډاگي حامد كرزي تردي گوډاگي ښه وباله نو ده ته څه ونه رسيدل. د وخت په تيريدويي اسلامي تبليغ ته مخه كړه او پيام افغان ټلويزون يي اجاره كړ او د انتظار په لست كي پاتي شو  تر څو بيا يي د شمالي ټلوالې او د ځينو صليبي دولتونو ژوبل ملاتړ يي په خورجين كي سمبال او په ځغاسته د امريكا څخه افغانستان ته ورسيد تر څو دا ځل د تش په نامه ټاكنو له لارې د جمهوري رياست  په گدۍ  تكيه ولگوي مگر دا ځل يې  هم په اميدونو خاورې واوړيدې   او تش لاس خندنى بيرته امريكا ته راستون شو خو د جمهوري رياست  چوكۍ  خوندونو يي خوب تښتولي وو او هر كس، ناكس،كافر او ظالم لمنې  ته يي ځان وراچاوه تر څو ټاكل شوي هدف ته ځان ورسوي چي په دې ورستيو ورځو او شپو کې   د پيام افغان نړيوال ټلويزون سره مركه وكړه د يو نوي زړې اعلان يې  وكړ چې د خبرو په ترڅ كې  افغانستان يو اشغال شوي او د حامد كرزي دولت يې  يو فاسد او غيري قانوني وباله نو دده تر مشري لاندې  يو انتقالي ملي دولت ته ضرورت دي چي د هېواد پاك عناصر په كې راټول شي او افغانستان روان كړكيچ ته دپاي ټكي كيښږدي چي بيا يو څه وخت چوپتيا وه دسيپتمبر په شلمه نيټه بيا دامريكا د كانگريس په هال كي د امريكا ددوه پارلماني او شل پنځه ويشتو افغانانو سره د خپل گونديانو ټولنه چې په كوم نوم يي يادوي ولوسته خو دا ځل ورسره يوبل تن زرغون شاه شينوارى  چي پخوا زما اشنا هم وو (اوس مې ترې لاره جلا کړه) دخپلواك افغانستان په نامه بله ټولنه يا گوند ورسره گډ اعلان هغه هم خپله مقاله ولوسته زه دلته د دواړو بنسټوالو څخه دا لاندې پوښتنې لرم كه جواب يې  راكړي.

١-كه چيرته دبن په كنفرانس كي د حامد كرزي پر ځايى  دموقت دولت رييس شوى واي نو په هغه صورت كي افغانستان اشغال وو او كه خير؟

٢-دبن په كنفرانس كه دده په اوسني اصطلاح فاسد دولت خو دده د طرحې  له مخې  جوړ شو نوچې  دې ورټل شوو بيا فاسد شو؟

٣-كه چيرته په ټاكنو كي دي منل شوي واي نو ټاكني هرڅه سم وو؟

اوس راځم شينواري صيب ته.

زما پوښتنه داده چي د چا په غولي ناست او د چا دشپيلي يي اوازراووت نو د خپلواكي  مباركه كليمه ورسره اړخ نه لگوي او دغې  مقدسې  كليمې  ته اهانت او سپكاوى دى هيله ده چې  كوم بل خچن نوم ورته پيدا كړي.

په پاى كې  هيله من يم چي د چا خوا پرې درنه نه شي

په کږو لارو مي سم اشنا ورکوږ شو
ځکه ما ترينه دا سمه لار جدا کړه

په پښتني درنښت

ليک: الحاج امام الدين ساپى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x