افغانستان

د هلمند والي له امریکايانو د بمبارۍ غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند والي «حیات الله حیات» له امریکايي ځواکونو غوښتنه کوي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ وکړي.

نوموړي همدا راز له امریکايانو څخه هیله وکړه چې د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې ورسره همکاري وکړي.

هغه د طالبانو په له مینځه وړلو کې د امریکایانو مرسته خورا اغیزمنه وګڼله او له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل:

«که چېرې نړیوال ځواکونه له مونږ سره هوايي ملاتړ وکړي او د دې ترڅنګ استخباراتي معلومات شریک کړي، زه ډاډه یم چې ډیرې غټې لاسته راوړنې به ولرو».

که څه هم د هلمند والي نه دي ویلي چې د امریکایانو په هوايي بریدونو کې به د هلمند عام ولسي خلک له تلفاتو څخه څومره خوندي وي، خو د هغه راپور له مخې چې د واټسن موسسې لخوا خپور شوې، راغلي چې په تیرو څوارلسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې سل زره ۱۰۰۰۰۰ ملکي افغانان وژل شوي، چې امریکا او افغان حکومت په خپل وخت کې هر برید په مخالفینو بللي او په کې وژل شوي کسان یې طالبان ګڼلي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات په داسې حال کې له نړیوالو ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ غوښتنه کوي چې طالبان له هوايي ځواک پرته په نوموړي ولایت کې د پرمختګ په حال کې دي او د سپکو وسلو په مټ یې ګڼې سیمې نیولي دي.

په عین حال کې په افغانستان کې د امریکايي پوځي چارواکي وايي چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په ملتیا د طالبانو د ځپلو په موخه د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان په کې پراخ حضور لري، د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ تېره اونۍ تازه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا هم د حزب اسلامي ویاړمن غړی دی.

خبلواک

غوربندی صاحب ! حزب سلامی ته د حزب اسلامی نوم اخستل ګناه ده ، حزب سلامی اوس نه له هغه وخته سلامی شوی چه سپیڅلی جهاد یی په سوړ جنګ وپلورلو یعنی سلامی شول ، طاغوت او شیطان ته یی سجده وکړه ، شیطان انسان ته له سجدی کولو مخ واړوو مګر حکومتیار ، سیاف ، ربانی او نورو خبیثانو هماغه شیاطینو ته د څو ډالرو یا مقامو له امله سجده وکړه ، دوی د دوهم اشغال وخت کی هم د سیاف او ربانی په شان د نویو شیاطینو سره خوله په خوله او د کابل په غلامه ادره کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x