د وليانو په زړۀ پورې کيسي

وائې چې بهلول دانا ته يوه ورځ مور وويل چې په کور کښې اور نشته د ګاونډيانو له کور څخه اور راوړه. نو بهلول (رح) ولاړ څه وخت وروسته راغی مور ته يې وويل چه ما خو دګاونډيانو کره پوښتنه وکړه د هيچا کره هم اور نه وو. مور ورته په قهر شوه او ورته وويل چې ولاړ او له جهنم څخه يې راوړه بهلول ولاړ او څه وخت وروسته راغی مور ته يې وويل چې زه جهنم ته ورغلم

د جهنم داروغه نه مې اور وغوښت خو داروغه راته وويل چې په جهنم کې خو اور نه هغه اور خو انسان په خپله ورسره راوړي .

************************

ابراهیم ادهم په تخت اوږد غځېدلی وو او دخدای ج ثنا یې ویله ، په ښکلي تخت په شاهي تخت ، هلته چې مرغی هم د هغه له اجازې پرته پر نشي وهلی د هغه چا په تخت به پروت وو چې عالم به یې فرمان ته سترګې نیولې وې او څلویښت زرینې تورې او څلویښت زرین ګرزونه به یې ترې شا اومخ ته وړل د هغه د کوټې بام دربیږي . ابراهیم سترګې پرانیزي ، حیرانیږي او له ځانه سره وايي چې دا به نو څه وي ؟ بیا د کوټې چت دربیږي هغه امر کوي چې وګوري څوک دهغه په کوټه له پاسه دربیږي خو ساتونکي یې هیڅ هم نه مومي او راځي وايي چې هیڅ مو نه کړل پېدا ، خو چت بیا دربیږي او ابراهیم پوښتنه کوي .

– هې ! ته څوک یې ؟

– زه یو اوښپه یم ، اوښ مې ورک شوی دی او دلته یې لټوم .

ابراهیم ورته غږ کوي

– اې ناپوهه! ته په ماڼۍ کې اوښ لټوې ؟

هغه ورته په ځواب کې وايي

– اې بې خبره او ته بیا په زرین تخت خدای مومې ؟

===============

ترتیب: محمد ظاهر خان حق پرست



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.