نظــر

کرزیه! ستا ټیم نور خلکو ته دې منلو وړ ندی

د افغانستان حاکم نظام فعالیتونو ته چې ګورم ډېر ترېنه مایوسه کېږم زړه مې دردیږي چې موږ افغانان ولی دومره بدبخته او بیچاره دي، ولی موږ بااحساسه مشران نه لرو،ولی زموږ مشران رښتیني نه دي، ولی د دوی سره د خپلو خلکو او د وطن غم نشته خو کله چې دوی ته دې دوی تېروتنې ور په ګوته کړي ځانونو ته پرېښتې وايي!‎؟.
حاکم نظام په ټولنه کې د اعتبار د بيا موندنې په  موخه تل هڅه کوي او غواړي چې د رسنيزو تبليغاتو له لارې له افغان دولت څخه د خلکو ملاتړ راجلب کړي.

او خلکو ته داسې ښيي چې دولت د خلکو استازی دی، د خلکو خدمت کوي او د هغوی تر منځ تبعیض نه کوي. خو عمل يې بل برعکس دی. ټولې خبرې يې دروغ دي.
اوسنی افغان دولت تر اوسه د افغانستان حاکم نظام په دې نه دې توانېدلي چې د هېواد د پرمختګ لپاره یوه مشخصه برنامه جوړه کړي، مخالفین د کابل تر دروازې پورې رارسیدلي،کار اهل کار ته نه دی سپارل شوي او د خلکو سره سلیقه یي برخورد کېږي.  آشپزان ، ډریواران …  په دولت کې د سلاکارانو  په دندو کار کوي.
 امنیتي ځواکونه مو هم یا سمتي برخورد کوي او یا هم په کومه مشخصه ډله یا په حزب پورې تړلي دي، بې پيسو او بې واسطې خلکو ته د کار زمینه نه ده برابره شوي د کار په برخه کې خلکو ته صرف دوه ځایونه پاتي چې هغه هم د پولیسو یا د ملی اردو ليکو ته ننوتل دي  چې د مجبوریت په اساس د ېوې خولې ډوډۍ د پېدا کولو په خاطر دغو ارګانونو ته مراجعه کوي نو چې د یو هېواد ملي ځواکونه له داسې مجبورو او بې وسله خلکو نه جوړ شي، او د ملي ګټو  احساس په کې نه وي، د هغه هېواد راتلوونکي به څه وي؟
همدا ډول د  افغانستان دولت په هیواد کې خلکو ته د فساد پراخه زمینه برابره کړي نن که د چا کار په کومه ادارې کې بند شي د کار د خلاصولو لپاره یا باید ښې ډېرې پیسې ولري، یا څوک و پیژني، په ښوونځی او پوهنتون کې باید واسطه ولري چې څوک یې درجې نه و نه غورځوي، په روغتون کې باید واسطه ولري چې ناروغ یې ضایع نه شي ، په رسمي اداراتو کې د دندې  اخیستلو لپاره باید حد اقل کوم لوی رئیس ، معین او یا هم کوم جنرال سره وه پیژنې ،زه حیران یم چې دومره پیژندګلي او دومره پیسې له کومه شي؟ دولتي جګ پوړو چارواکې خو لا پرېږده  معلم ته واسطه ، ډاکټر ته واسطه، ترافیک ته واسطه،  مامور ته واسطه ، ډرایور ته واسطه او حتی اوس باید یوه موچي  ته هم واسطه په کار ده چې بوټونه دې ښه وګنډي .
 د افغانستان په رسمي اداراتو کې د یوه وزارت مرستیال معاش تر ۱۵ زرو او د یوه عمومي رئیس معاش حتی  ۱۲ زرو ډالرو پورې هم رسیږي خو هغه سرتیری چې په لرو پرتو سیمو کې شپه او ورځ دنده ترسره کوي، یواځې لس زره افغانۍ مياشتنۍ معاش ورکول کیږي همدا ډول حاکم نظام د یو ټپي سرتیري لپاره پنځوس زره او د شهادت لپاره یې اويا زره افغانی په نظر کی نیولي چې کورنۍ یې له ډیرو پړاوونو او ستونزو ګاللو وروسته تر لاسه کوي. دا څنګه عدالت دی، دا څنګه قانون او دا څنګه نظام دی؟  چې له خپلو اولادونو سره د مور او میرې چلند کوي؟
 کله چې په نړیواله کچه د افغانستان حاکم نظام د نړۍ تر ټوله فاسد نظام معرفي شي ، په اداراتو کې کاري ورړتیا شتون ونه لري ،په راْس کې یې هم داسې خلک موجود وي  چې لاسونه یې د خلکو په وینو باندې سره وي،  د هېواد په ګوټ ګوټ کې ونې او بوټي  د دوي د خیانت شاهدان وي او د هېواد د تاریخ پاڼې د دوي په کړنو باندې وشرمیږي او… نو زه ولې داسې یوه نظام او ادارې ملاتړی واوسم؟
زه ددې هېواد د یوه ځوان به توګه چې د لسانس تر درجې پورې مې تحصیل وکړ غوښتل مې چې دې وطن ته رښتیني خدمت وکړم ، دا وطن زما هویت دی او پرې ویاړم او دا وطن پر ما زما د مور نه ډیر حق لري زه مې مور یواځې دې دنیا ته راوړی یم خو د دې وطن په لمن کې ما هم سترګي غړولي او بیرته به یې غیږې ته هم ورځم، خو زه دې وطن ته خدمت نه شم  کولي ځکه چې دلته یوه ځانګړې مافیایي کړۍ حاکمه ده چې نه غواړي ځوانان د هېواد دې پرمختګ لپاره کار وکړي او افغانستان د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودروي ځکه چې د دوي شخصي ګټې بیا له خطر سره مخ کیږي او په پایله کې  دوي د خلکو له خوا محکمه او په ښکاره ډول به دار وزړول شي.
ښاغليه کرزيه! ستا دولس کلنې واکمنۍ پلازمينه هم خوندي نه شوه، هره ورځ وسله وال بريدونه، د عامه خدماتو نه شتون خلک په ويره کې اچولي؛ هره ورځ په ميليونونو پانګه له هېواد څخه بهر وځي، خلک د راتلوونکي په اړه بې باوره دي او هغه هيلې او آرمانونه يې اوس په اوبو لاهو شوي، چې د يوه سوکاله، آباد او پر ځان بسيا افغانستان له پاره يې په زړه کې درلودې. نن يو وار بيا بهرنيو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د مهاجرت بهير چټک شوی او هر څوک له وېرې څخه د خلاصون او د ژوند د بقاء له پاره خپل پلرنی ټاټوبی پرېږده او بهرنيو هېوادونو ته کډه کېږي.
 خو ته او ستا د حاکم نظام چارواکيو د دې پر ځای چې د خلکو غم ور سره وي، د خپل ځان او غلا کړيو پيسو د خوندي ساتلو په غم کې دي.
هو ښاغليه! ته او ستا ټیم خپل محبوبيت په ټولنه کې له لاسه ورکړی، تا اوس څوک د مشروع ولسمشر په توګه نه پېژني، بلکې په داسې سترګه در ته ګوري چې پرديو راوستی يې، او د پرديو په شتون کې دې دغه فاسد نظام رامنځته کړی. هو تاسو د خلکو ملاتړ له ځانه سره نه لري، بهرنی ملاتړ دې هم را ته بې خونده ښکاري. خلکو له تاسو نه ډېر واټن نيولی، ملاتړ نه در نه کوي، زه هم نور در نه ملاتړ نه کووم. ويره لرم چې ستا سرنوشت به هم د هغو په څېر شي چې له خدای او خلکو نه يې مخ اړولی او …  !
که ستا ټیم په راتلوونکي انتخاباتو کې بریالی شي، نو په ټاکنو کې به لویه درغلي ترسره شوي وي.
عارف تلاش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x