fbpx

د کابل د ( بُغداد) کولو هڅې

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شناند

د کابل په دهمزنګ سیمه کې د شنبې د ورځې خونړۍ پیښه د خپل نوعیت له مخې دویمه پیښه ده چې د یوه خاص قوم په خلاف تر سره کیږي .

لومړۍ پیښه په کال ۲۰۱۱م کې هغه مهال رامنځته شوه چې کله شیعه مذهبه هزاره ګان د کابل په مرکزي برخې ابوالفضل زیارت ته څیرمه د محرم په مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.

په هغې خونړۍ پیښې کې چې یوه ځان وژونکي دخلګو په منځ کې ځان والوزاوه ۵۴ تنه مړه او تر ۱۵۰ تنه زیات کسان ژوبل شول.

دوهمه پیښه چې د تیرې شنبې په ورځ د کابل د دهمزنګ په سیمه کې رامنځته شوه هم هدف يي د شیعه مذهبه هزاره ګانو د روښنايي غورځنګ معترض لاریون کوونکي وو.په دې پیښې کې هم چې د دریو تنو ځان مرګو لخوا تر سره شوه د برید ګرو په شمول ۸۰ تنه مړه او ۲۰۰ کسان ژوبل شول.

د پورتنیو دووپیښو نوعیت ته په کتو سره داسې معلومیږي چې افغانستان ته هم له منځني ختیځ نه د فرقه يي جګړو او شخړو فتنه په را واردولو ده چې له امله یې ښايي په کابل کې د فرقه يي خونړیو پیښو شمیر تر همدوغو دوو پوري محدود نه شي پاتي او د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

ځکه په هیواد کې د یوه ناتوانه او غیر مسلط حکومت موجودیت ، د افغانستان په چارو کې د اجنبي حلقاتولاس وهنه او دافغانستان په ګاونډ کې د ایران شتون کوم چې عملا د منځني ختیځ په دریو هیوادونو کې په فرقه يي جګړه کې ښکیل دی ټول هغه څه دی چې زمونږ په هیواد کې د فرقه يي جګړو پیلیدوته زمینه سازي کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې له تیرو ۳۸ کلونو راهیسې جګړه روانه ده ، خو دې جګړې تر اوسه پوري فرقه يي او قومي بڼه نه وه خپله کړي.

په کابل کې د ډاکټر نجیب په مشرۍ د کمونیستي رژیم تر ړنګبدو وروسته د تنظمي جګړو پرمهال د ځینو کړیو لخوا د ښکیلو لوریو ترمنځ د جګړې د فرقه يي کولو هڅې وشوې خو کامیابي نه شوې.

اوس چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ خارجي ځواکونو د افغانانو د مقاومت په ترڅ کې ښکاره شکست خوړلی، امریکایان کوښښ کوي دلته د افغانانو ترمنځ د داخلي جګړې پیلولو لپاره د شیعه ـ سني په نوم فرقه يي فتنې خپرې کړي.

هغوی دا تجربه نیږدي اته کاله وړاندې په عراق کې آزمویلې او هلته يي ترې ښه نتیجه ترلاسه کړې.

امریکایانو په 2007 او 2008 كلونو كې په عراق کې د شیعه ګانو په مذهبي مراسمو او زیارتونو کې یولړ ډیر خونړي بریدونه وکړل او بیايي دهغوی د ترسره کولو پړه هم په عراق کې د دوي پرخلاف جنګیدونکي ډلې (القاعده) پرغاړه ور واچوله ، دغه خونړي بريدونه چې زرګونو کسان ورکي مړه او ژوبل شول تر ډیره د عراق په پلازمینې بغداد کې د شیعه ګانو په مذهبي ځایونو کربلا او امام کاظم پرمزار تر سره شول چې له امله یې عراقي اهل تشیع وګړي دیته وهڅول شول چې له خپلو مذهبی مقاماتو څخه د دفاع په پلمه په لسګونه شیعه پوځي ډلې تأسیس او هغوی بیا د اهل سنت په خلاف په وژنو او ځورونو لاس پوري کړي، چې دې کار تدریجا په عراق کې د داعش ډلې منځته راتلو ته لاره هواره کړه چې اوس د بغداد په شمول ټول عراق هره ورځ د شیعه ـ سني فرقه يي جګړو د خونړیو بریدونه صحنه وي.

په عراق کې د شیعه ـ سني جګړو پیلولو اصلي محرکین امریکایان ول او له دې لارې یې غوښتل دوه هدفه ترلاسه کړي: لومړی په عراق کې خپلو ځواکونو ته د پاتي کیدو پلمه پیداکړي او دوهم له عراقي ولس څخه د خپلو هغو ۴۰۰۰ امریکايي پوځیانو د وژلو انتقام واخلي کوم چې د امریکايي اشغال په مهال د عراقي ولس د مقاومت په ترڅ کې وژل شوي وو.
اوس چې امریکایانو په افغانستان کې پوره ماتې خوړلې او په لسګونوزره پوځیان يي د افغاني مقاومت په ترڅ کې مړه اوژوبل شوي هغوی غواړي دلته هم د عین اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د شیعه سني جګړه پیل کړي.

د روښنايي په نوم غورڅنګ تأسیس او بیا په داسې قوت سره د کابل په منځ کې لاریونونه کول له شکه پرته داسې عمل دي چې په افغانستان په تیره کابل ښارکې د دغه قومي غورځنګ په خلاف د خلګو د کرکې او نفرت لامل ګرځي او مجبورا د هغوی د مخنیوی په وړاندې اقدام وکړي.

داعش تیار په کمین کې ناست دی او غواړي د هزاره ګانو په خلاف له موقع نه په استفادې سره دهغوی په تحریک آمیزه لاریونونو باندې بریدونه وکړي.

د جنبش روشنايي غورځنګ تأسیس او په هغه کې د یو شمیر معلوم الحاله متعصبو افرادو رایوځای کول ، د حکومت په کابینه ، پرلمان او مشرانو جرګې کې له دې جنبش څخه د هزاره توکمه چارواکو حمایت ، د مظاهرو او قدرت نمايي له لارې د ټوټاپ پروژي د مسیر بدلول او… نور ډیر داسې عوامل دي چې په افغانستان کې هم تدریجا قومي او فرقه یې جګړو پیلیدوته لاره پرانیزي.

که څه هم چې د عراق او افغانستان ترمنځ سیاسي جغرافیايي او مذهبي شرائطو توپیر ته په کتو سره په افغانستان کې د دغې امریکايي پروژې د کامیابي احتمال کم تر سترګو کیږي خو امریکایان او د هغوی په مصالحو پوري تړلې حلقات یې د کامیابولو ډیرې هلې ځلې کوي.

امریکایانو همدا پروژه د منځني ختیځ په څو هیوادونو کې عملا پلې کړې چې د هغې په وسیله یې دهغې سیمي امن او ثبات سخت متأثر کړی دی ، دوی همیشه کوښښ کوي چې هرځای د ګډوډۍ په جوړولو سره په سیمې کې خپل نفوذ ته لاره پرانیزې.

خدای تعالی دي وروڼو افغانانو ته د خپل منځي وحدت ټینګولو توفیق ورکړي چې د شریرو امریکایانو د همدې سازشي فتنې له شره خپل ولس او هیواد خوندي وساتي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

محترم ثاقب صاحب د کابل د بغداد کولو په هڅه کې که د امریکایانو رول که اساسي هم دی خو برخه یې لږ ده ولې د هزاره وروڼو د کم عقلي او پردي پالنې په وجه د دوی خپله برخه د خود کرده را دارو نیست له مخې زښته ډېره ده، هغه دا چې د همدې هزارګانو په سلګونو ټولي په سوریه کې د ظالم او جنایتکار بشار اسد په ملاتړ د سوري وولس په وژلو او قتل عام کې برخه وال دي، نو که د دهمزنګ برید د کابل د مزدور حکومت له دخالت پرته انجام د داعشوالو له… نور لوستل »