شعـــــرونه

له ایمان سره مې وساته

فتحان حنفي

مه مې بېلوه ګرانه له ځان سره مې وساته
یې مې سترارمان له دې ارمان سره مې وساته

سخت به وي هجران ربه،له شر،مو دبېلتون ساته
زما خالقه خدایه له جانان سره مې وساته

ماته خپل ایمان چې ترهرڅه نه راته ګران دی نو
ګران دی راته ګران دی له ایمان سره مې وساته

اخلې چې څپې د بحروسند بیا لوړ مقام ته ځې
داسي له یو مست غوندې طوفان سره مې وساته

ډیر مې ولیدل چې په یوڅه باندې خپل پت پلورې
ساته مې رحمت کې له وجدان سره مې وساته

تږی درحمت چې لاس کړي لپه په دعا درته
ته!چې پرې باران کړې له باران سره مې وساته

تاته چې باداره نن په شعر کې ژړا کوي
عفه ورته وکړه له فتحان سره مې وساته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x