څیړنه: ۵۵ سلنه مصریان درواغجن دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل): د مصریانو پر ورځني ژوند تر سره شوي څیړنه کي ویل شوي چې ۵۵ سلنه مصریان درواغ ویل کومه ستونزه نه بولي او عادت یې ګرځېدلی دی.

په مصر کې د اداري پراختیا وزارت دغه څیړنه تر سره کړې او ویلي چې هر کاله ۳ زره ښځي او نارینه مصریان خپلي وظیفې ددرواغو او نا غیړۍ له امله له لاسه ورکوي.

همداراز په دغه څیړنه کې ویل شوي چې هر کال ۵۰۰ ملیونه مصري جینة (روپۍ) تاوان په دې وجه رسیږي چې مصري کارکوونکي کار ته ناوخته راځي، په مکرر ډول غیر حاضري کوي او بیا مدیر یا د کار خاوند ته درواغ وايي.

بلخوا د پولیسو پر ارشیف باندي د ترسره شوي څیړني له مخي ویل شوي چې په کال ۲۰۱۵ کې شل زره داسي جرمونه تر سره شوي چې پيل یې په درواغو شوی وو، چې په هغو کې وهل ټکول، ضرر رسول او ښکنځل کول شامل دي.

په همدې څیړنه کې ویل شوي چې د درواغو له وجي د قتل ۱۲۰۰جرمونه ثبت شوي او د ښځي میړه تر منځ د خیانت ۷۴۰۰ قضیې ثبت شوي دي.

عجیبه لا داده چې د مصر نارینه تر ښځینه وو زیات درواغ وايي، ځکه چې په اوسط ډول هره میاشت نارینه ۱۹۰۲ درواغ وايي خو ښځي بیا یوازي ۸۰۷ ځله درواغ وايي.

مصري ورځپاڼه: الیوم السابع



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.