fbpx

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي / اولــــــه برخه (۱)

لیکنه: سیف الرحمن رحماني

بسم الله الرحمن الرحیم

لکه څنګه چي موږ او تاسو پوهیږو چي د هرښه شي پر ضد یو بد شی هم وي همداسي د اسلام د مقدس دین د شرعي نظام پر ضد د ډیمکراسۍ ناوړه، فاحیشه، ګمراه کونکې او مکاره فلسفه د کفري هیوادو په ګډه همکاري په وجود راغلې ده، چي نه پکي د بشر د فلاح، پرمختګ، ترقۍ او ابادي کوم معلوم مضمؤن وجود لري او نه هم یو معلوم او روښانه دریځ، ترڅو افراد وکولای شي هغه د هره اړخه تعقیب او وڅاري او ګټه ترې واخلي او هم ولسونه د هغه تعقیب ته را وبلي

افغانستان یو اسلامي مملکت دي د دې پرځاي چي د افغانستان د موجوده نظام مشران اسلامي نظام او قانون ته کار وکړي او د ولسونو څخه د شرعي نظام په قائمولو کي مرسته وغواړي بلکي کړني یې برعکس دي، پر ولسونو فشار راوړل کیږي ترڅو د ډیمکراسۍ ټولو ښکاره او پټو کفري قوانینو ته غاړه کښیږدي او هم یې خپله د ولسونو په منځ کي په ډیر شرارت د خپراوي هڅي کوي تر څو د غربي لیوانو هغه ارمانونه چي د اسلامي نظام په ورکولو سره پوره کیږي حاصل شي

ولسونه دا فکر کوي چي د غربي ډیمکراسۍ قوانین د حکومت کولو تګلاره ده او د یو عادي مقصد لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي او پر ولسونو د قانون له مخي عملي کیږي لاکن نه خو ولسونه باید دا خبره په اذهانو کي پخه کړي چي ډیمکراسۍ کفري او د بشر په لاس جوړشوي بشري قانون دي چي یواځي د کفري هیوادونو لپاره دی، مګر په موجوده دور کي د بد مرغه جاهلي ډیموکراسۍ نظام هم د اجناسو د مارکیټ په ډول ځان ته د تبلیغاتو او پروپاګند بازار ګرم کړی دی

لکه څنګه چي وینو او لیدلي به مو وي چي کله د اجناسو په مارکیټ کي کوم تجارتي جنس خراب وي، بې کیفیته وي، زیانمن او بې کاره وي خو هغه وخت چي د لالان یې رانیسي وجه او علت یې هغه پیسې وي چي د جنس جوړونکي کمپنۍ لخوا ورته ومنل شي، څو د خراب جنس د ښه تشهیر او د مشتریانو د غولولو لپاره په اشتهاراتو او میډیاو کي یې ستاینه وکړي .

کټ مټ همدغه ډول په نړۍ کي د ډیمکراسۍ د منحط او بشر دښمنه نظام لپاره په نړیواله کچه تبلیغات کولای شي او په اسلامي هیوادونو کښي د ترویج په خاطر په ځانګړې توګه د اسلامي نظام د مخنیوي په تکل د دښمنانو له پلوه ناوړه تبلیغات کولای شي او د ګردو بشري ستونزو مداوا او مسیحا ډیموکراسي معرفي کولای شي

په داسي حال کښي چي د ډیمکراسۍ اسلام دوښمنه نظام دي نو په اسلامي نړۍ کي د موجوده ستونزو، بد امنۍ او عمومي فساد اصلي لامل د ډیمکراسۍ خالق دښمنه، اللّٰه منکره نظام دي. لکه چي همدا اوس زموږ په ګران هیواد او نورې اسلامي نړۍ کي جریان لري .د دې لپاره چي زموږ ځوان مسلمان نسل په هیواد کښي د ډیمکراسۍ په وجه د جاري ناورین د له منځه وړلو او د ډیمکراسۍ له حقیقته څخه خبر شي نو باید دا سلسله تر ولسونو ورسوو

نور بیا….

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د