qabroona1

یواځې د بیرغ نیم ځوړند کول به د افغانانو کوم درد دوا کړي؟

نن د کابل حکومت لخوا په هیواد کې د هغو۵۰۰۰ شهیدانو د فاتحې اخیستلو حکم شوی کوم چې په دې وروستیو کې یې نومونه د هالنډ څارنوالۍ لخوا د مرګ په لیست کې نشر شوي.

دکرزي حکومت دا امر هم کړی چې د دغو شهیدانو له وارثینو سره د غمرازي په خاطر دي په هیواد دننه او له هیواده بهر د افغاني سفارتونو او دیپلوماتیکو مرکزونو په سر دي د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي .

د هالنډ د لويې څارنوالۍ لخوا د مرګ لیست خپرولو د هیواد په دننه او بهر کې د ټولو افغانانو سخت غبرګون راپارولی او له همدې امله د هیواد په زیاتره سیمو کې یې د مظاهرو او غونډو په جوړیدو سره دکرزي له حکومته د دې وژنو د عاملینو مجازات او محاکمه کول غواړي.

خو دکرزي حکومت ددې په ځای چې د شهیدانو د وارثینو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او د هغوئ د شهیدانو د قاتلینو په وړاندې قانوني او قضايي اجراءات تر سره کړي په داسې تیر ایستونکو کارونو خلګ مصروفول غواړي چې هغه په هیڅ ډول دشهیدانو د کورنیو د ویرجنو زړونو هیڅ درد نشي دوا کولای .

د بیلګې په توګه د شهیدانو د فاتحې اخیستلو مراسم داسې یو مذهبي کار دی چې که کرزی یې د تر سره کولو امر وکړي او که یې نه وکړي خپله د شهیدانو وارثین دخپلو شهیدانو روح ته د ایصال ثواب په غرض هغه ترسره کوي .

او همدا راز د هیواد د دیپلوماتیکو مراکزو په سر د بیرغ نیم ځوړنده کول یواځي یو تشریفاتي عمل دی چې په هیڅ ډول د شهیدانو د کورنیو خوږمن زړونه ورباندې نشي تسلي کیدلای.

هغه څه چې په دې اړه په حکومت پوري اړه لري او هغه باید د شهیدانو د کورنیو د تسلي په خاطر ترسره کړي هغه د د دغو مظلومو شهیدانو د قاتلانو مجازات او محاکمه کول دي.

خوله هغه حکومت نه به چې اوس یې هم هماغه دشهیدانو قاتلین کمونیستان دهیواد په دری ګونو قوو(اجرائه، قضائه، مقننه) باندې په بشپړه توګه مسلط او ټولې اداري چارې یې د هغوئ لخوا پر مخ بیول کیږي څرنګه د دې توقع وکړای شي چې هغوئ دي قاتل کمونیستان د تر سره کړیو وحشیانه جنایاتو په سر محاکمه او مجازات کړي ؟

 د کمونیستانو د مجازات په ځای هغوئ (کمونیستان) همدا اوس اوس د هیواد په پوځي ، استخباراتي او قضايي ادارو کې له خپل نفوذ نه په استفادې سره مسلمان افغانان شکنجه مجازات کوي.

په دومره توپیر چې په ۱۳۵۷ـ ۱۳۵۸ کلونو کې یې مسلمان افغانان د اخواني ، ضد انقلاب او اشرار په نوم مجازات او شهیدانول او اوس یې د طالب، القاعده او تروریست په نامه .

بهرني لوري چې د کابل د حکومت سیاسي او پوځي حمایت کوي هغوئ هم په هیڅ ډول نه غواړي چې دکمونیستي مهال مجرمین دي مجازات او محاکمه شي ؛ ځکه هغوئ هم په افغانستان کې د خپل لاس پوځي حکومت د بقاء او چلولو لپاره د همدغو کمونیستي عناصرو مرستې ته اړتیا لري .

نو یواځینۍ لاره چې د شهیدانو وارثینو ته د خپلو عزیزانو د انتقام اخیستلو لپاره پاتې ده هغه په خپل لاس له قاتلو مجرمینو څخه د انتقام اخیستلو لاره ده، ځکه حکومت خپل غوږونه کاڼه اچولي دی، او ځان دوري دوري په فرعیاتو کي مصروفه وي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د