
یوناما: د ملکي تلفاتو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل): د معمول سره سم نن د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) د حقوق بشر څانګي د کال ۲۰۱۶ د اولو شپږو میاشتو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې ویل شوي چې سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۷۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې د هغو څخه یې ۱۶۰۱ کسان وژل شوي او ۳۵۶۵ کسان نور ټپيان شوي دي.
د یوناما حقوق بشر ادارې دملکي تلفاتو دغه شمېرې له کال ۲۰۰۹ څخه را ټولوي، چې د هغو له مخې سږ کال د ملکي تلفاتو شمېر تر بل هر کال زیات شوی، او د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله سږ کال دغه شمېره څلور سلنه زیاته شوې.
دوی وايي چې له کال ۲۰۰۹ څخه تر اوسه ۶۳،۹۳۴ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې، چې د هغو څخه یې ۲۲،۹۴۱ تنه وژل شوي او ۴۰،۹۹۳ ټپيان دي.
په راپور کې د بې پلوټه الوتکو او یا د بهرنیو الوتکو په بمبار کې د ملکي قربانیانو په اړه هیڅ هم نه دي ویل شوي، خو ویل شوي چې د ملکي تلفاتو ۶۰ سلنه عاملین دولت ضد وسلوال دي، ۲۳ سلنه دولت پلوه ځواکونه، ۱۳ سلنه ددواړو لورو په جګړه کې وژل شوي دي.
د راپور له مخې په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸۸ ماشومان وژل شوي او ۱۱۲۱ نور ټپیان شوي دي او همداسي ۱۳۰ ښځي وژل شوي ، ۳۷۷ نوري ټپیاني شوي دي.
د ملکرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ددغه راپور په وړاندي کولو سره په افغانستان کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر دي خپل ټول امکانات په کار واچوي تر څو ولسي وګړي د مرګ ژوبلي څخه خوندي کړل شي.