
یاهو خپل شرکت په ۴.۸۳ ملیارده خرڅ کړ
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل): یاهو شرکت د انټرنیټ په نړۍ کې د لومړیو نومونو څخه دی، چې هر څوک ورسره اشنا دي او تر ډېره وخته یې د کامیابۍ او پرمختګ کیسې د نړۍ په مختلفو تلویزوني شبکو، ورځپاڼو او ویب پاڼو کې ګردش کړی.
دغه شرکت چې دوه کسانو پيل کړی وو او د نوم په اړه به یې ویل کیدل چې دوی یو ریسټورانټ کې دغه نوم داسی اختیار کړ چې کله د اوږدې بیکارۍ وروسته د پاڼي جوړلو پریکړي ته سره ورسیده نو یې په زوره غږ کړ «یاهو».
ځیني خبري سرچیني وايي چې د یاهو د کارکوونکو شمېر په اوس وخت کې تر ۸۸۰۰ پوري رسیږي، په داسي حال کې چې یاهو په سلګونو نور کارکوونکي له مخکې لا د مالي ستونزو له امله شړلي وه.
د یاهو شرکت د پرمختګ او بیا شاتګ کیسه د تلیفون جوړونکي شرکت «نوکیا» ته تر ډیره ورته ده، دواړه په یوه وخت کې په خپل خپل مجال کې اول نمبر وه خو وروسته د مارکیټ سره په غلط تعامل او غلطو پریکړو یې ځان تر ټولو شاته او آن افلاس ته ورسوی، بالاخره مجبور شوه چې خپل شرکت لیلام کړي.
له ډیره وخته مختلف لوي شرکتونه د یاهو د رانیولو په اړه په کشمکش کې وه، نن یاهو شرکت رسما خبر ورکړ چې ویرژیون امریکایي شرکت (www.verizon.com) په ۴.۸۳ ملیارده ډالره دغه شرکت اخیستی. ویرژیون د اتصالاتو امریکايي شرکت دی چې په دې نوي پرمختګ سره به دغه شرکت د امریکا د مارکیټ ۴.۵ برخه خپله کړي.
یاهو شرکت وايي چې بیا یې هم د چین په علي بابا ویب پاڼه او د جاپان په یاهو کې خپلي برخي ساتلي او تر اوسه یې هغه نه دي خرڅه کړي، ویل کیږي چې د هغو برخو قیمت یې ۴۰ ملیارده ته رسیږي.