fbpx
taliban posing with wepon

مجاهد: د کران ومنجان ولسوالۍ بیرته نیولو خبر بې بنسټه او ناسم دی

نن ټکی آسیا: نن ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل چي د کران ومنجان ولسوالۍ یی بیرته له طالبانو نیولی، او اوس ددوی ځواکونه هلته مکمل کنټرول لري.

نوموړي وویل چي دوی نن د دوشنبې په ورځ هلته عملیات وکړل او د ولسوالۍ واک یی بیرته تر لاسه کړ.

خو له بلي خوا د ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي خبر کي ویل شوي چي د صدیقي خبري هیڅ واقعیت نه لري، او کاملا غلطي او نادرستي دي.

نوموړي ویلي چي مونږ د وزارت داخلې دغه بی بنیاده خبر ردوو او د هغوی خوشي تبلیغات یی ګڼو، د کران ومنجان ولسوالۍ طالبانو دوه ورځي وړاندې فتحه کړې وه او اوس یې هم په لاس کي ده.

نوموړي زیاته کړې چي د دولت عسکر د هغه ولسوالۍ څخه ځغلول شوي او اوس د خپل عار او شکست پټولو لپاره په درواغو تبلیغات کوي.

مجاهد خبریالانو او د رسنیو استازو ته دعوت ورکړی چي هلته سیمي ته ورسي، او د نیژدو څخه هر څه وڅاري، او بیا په ازاده خپل راپور خپور کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د