
بلخ : شولګر کې د اور لګېدو له امله لوی مالي زیان اوښتی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل): تېره شپه په بلخ ولايت کې د شولګر ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اور لګېدو له امله ميليونونه افغانۍ زيات اوښتی.
په شولګر کې د اور لګېدو له امله هوټل ، د ګازو او تيلو پمپ ، ۱۵ دوکانونه ، څلور موټر چې يو يې له سودا ډک کاماز وو سوځېدلي.
عيني شاهدان وايي د اور لګېدني سبب د تيلو په پمپ کې د ګازو ليکه وه چې اور يې تر بازاره ورسوی.
د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند شېرجان دراني پېښه تايد کړې خو د اوښتو زيانونو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي ، نوموړی زياتوي چې سيمي ته د اور وژني په موخه اطفايه لېږل شوې او اور يې مړ کړی.
ځايي اوسېدونکي وايي اطفايه سيمي ته ناوخته هغه مهال رسېدلي چې اور د خلګو زيات شته سوځلي وو.
د اوښتي زيان په اړه کره جزئيات نه دي خپاره شوي.