fbpx

اوسنی ماتیدونکی وضعیت او د خلکو مسوولیت / احسان الله ارینزی

احسان الله ارينزی

د افغانستان د ډېر معاصر تاریخ په تېرو لس پنځلسو کلونو کې، له داسې خونړیو ورځو څخه وه چې په کمکی مانا یې دری څلور سوه کورنۍ؛ خو په لویه مانا یې د افغانستان ټول خلک د ویر په ټغر کینول او یو ځلې بیا یې دا وېره څرګنده کړه چې که د هېواد ښځې او نارینه، مجاهد او دموکرات، دولتي او نادولتي، تنظیمي او غیرتنظیمي، د شمال او د جنوب، دا قوم او مذهب او هغه قوم او مذهب او لنډه دا چې د هېواد ټول درانه خلک د غفلت له دې تاریخي او اوږده خوب څخه وېښ نه شي؛ هره ورځ به د نن په شانی د سر او مال قربانی ورکوي او ټول به په ګډه د ‌‌ذلت او نیستی د کندې په لور په مخ ځي، ټول به د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو په لومو کې درانه زیانونه ګالي او له هغه حتمی سرنوشت سره به مخامخ کېږي چې د نړۍ نور ویده ولسونه په تاریخ کې ورسره مخامخ شوي دي!

د شنبې په ورځ په کابل کې جنبش روشنایي خپل دوهم لاریون جوړ کړ. دا غورځنګ څلور میاشتې مخکې هغه وخت پېل شو چې دولت پرېکړه وکړه چې د ترکمنستان – کابل د برېښنا مزي به دبامیانو په ځای په سالنګ جوړوي. که څه هم چې په هغه وخت کې ډېرو هېوادپاله متخصصینو دا استدلال کاوه چې د برېښنا د مزي غځول او د استیشنونو جوړول یوه تخنیکي – فنی موضوع ده چې باید د نړیوالو مشاورینو، تمویل کوونکو، د اوبو او برېښنا وزارت او برېښنا شرکت د متخصصینو او کارپوهانو له خوا فیصله او عملي شي؛ خو جنبش روشنایی دا موضوع ډېره سیاسي او قومي کړه او دا دی په کابل کې یې دوهم ځل له پاره داسې لاریون جوړ کړ چې له بده مرغه د داعش ترهګرو له خوا په وینو ولمبول شو او ټول وطن یې د ویر په ټغر کیناوه.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ټول خلک حق لري چې د خپلو روا او قانوني غوښتنو له پاره، سوله ییز لاریونونه جوړ کړي؛ خو د افغانستان اوسني روان حالات دومره نازک او ماتېدونکي دي چې باید د قانوني اعمالو په وخت کې هم احتیاط په پام کې ونیول شي او داسې ګام اوچت نه شي چې پایله یې داسې وي لکه د جنبش لاریون!

د دې لاریون د جوړېدو په درشل کې ځینو شخصیتونو لکه استاد خلیلي، استاد محقق، صادق مدبر او داسې نورو او تشکیلاتو لکه انسجام ملی او عدالت په ولس غږ کړی و چې د موضوع د حل له پاره د دولت او جنبش ترمنځ خبرې روانې دي او لاریون ته اړتیا نشته؛ خو د جنبش یو شمېر مشرانو د ناڅرګندو شخصي، سلیقوي، ګروپي؛ خو سیاسي دلایلو له مخې، د هېواد اوسني ډېر نازک شرایط په پام کې ونه نیول او یو شمېر هغه خلک یې سرکونو ته راويستل چې د عدالت، برېښنا او رڼا ناری یې وهلي.
له بده مرغه چې د لاریون په وروستیو شېبو کې ترهګرو په لاریون داسې خونړۍ برید وکړ چې ټول هېوادوال یې له یو ستر ناورین سره مخامخ کړل.

د ټولنیزو رسنیو سرچیني وایي چې په دې برید کې اتیا کسان وژل شوي او دوه نیم سوه نور ژوبل دي چې د ځینو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

ټولنیزي رسنۍ وایي چې له لاریون څخه دمخه د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس جنبش روشنایی مشرانو ته ویلي و چې د افغانستان اوسني شرایط په پام کې ونیسي او له داسې حرکاتو څخه ډډه وکړي چې دولت او د جنبش مشران دواړه یې د قابو کولو پوره وس او امکانات نه لري.

د جنبش روشنایی مشرانو د خپل معقول غږ د پورته کولو له پاره نور دزایع هم درلودل: جوماتونه، تکایاوې، د غونډو تالارونه، ټولنیزي رسنۍ، ملی شوری، جرګي مرکې او داسې نور؛ خو لکه چې دوی نوره سیاسي اجندا درلوده، د افغانستان عینی شرایط او د دولت مشوره یې په پام کې ونه نیوه، خپل زامن او لوڼې یې په خوندي کورونو کې، د ایرکندیشنونو مخی ته آرام کېنول؛ خو د بېوزله خلکو زامن او لوڼې یې د مرګ کومي ته واستول.

په هر صورت اوس د ډېرو ناندریو وخت نه دی، دولت او په تېره بیا امنیتی ارګانونه او د لاریون جوړونکي دې دواړه، په لویه حوصله دا موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او هغه ضعیف ټکي دې ومومي چې پرونی فاجعه یې وزېږوله او په ټول هېواد یې د ویر او ژړا فضا مسلطه کړه.

دواړه خواوې باید د یو بل د ملامتولو په ځای یوه مسلکي څېړنه وکړي او هغه عوامل په ډاګه کړي چې پرونی خونړۍ پیښې ته یې لار پرانستله.

یقینی دی چې دواړو خواوو به ډېره هڅه کړې وي چې کارونه سم سرته ورسي؛ خو په یو یا څو ځایونو کې دا نیمګړتیا لیدل کېږي چې ترهګرو څنګه ځانونه د لاریونوالو منځ ته ورسول او د وینو ویالې یې وبهولې؟

که موږ له هرې ناکامی وروسته په سړه سینه سره کینو او د کار نیمګړتیاوې ومومو، سبا به بیا پخوانی غلطی نه تکراروو او نوي – نوي ټپونه به نه ګالو.

په عینی وخت کې دا خبره هم د یادولو وړ ړه چې دولت دې په امنیتي ارګانونو او جنبش کې هغه خبرې هم له یاده نه باسي چې د دواړو د غفلت له امله اتیا کسان مړه او څه باندی دوه نیم سوه نور ټپیان شول. داسې عاقله خبرې یاد پردیو د سیاسي اجنداوو تطبیق کوونکی کسان باید له قانون سره سم سزا وویني چې د نورو له پاره پند وګرځي او که نه هره ورځ به له داسې ناروینونو سره مخامخ کېږو.

سیاست باید د (انسان) له پاره وي، نه دا چې انسانان د سیاست له پاره قربانی کړو!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اافغان
میلمه
اافغان

ارینزی صاحب ! ستاسی نوری لیکنی خو بدی نه وی مالوستلی او په ځینو کی می ځینی ګټوری خبری تر سترګو کیدلی مګر دی لیکنی تر یوی کچی د رښتینی سیاسی معلومات د کموالی له امله بی هیلی کړم . لمړی : ستاسی اخری جمله ( سیاست باید د (انسان) له پاره وي، نه دا چې انسانان د سیاست له پاره قربانی کړو! ) داسی معلومیږی چه تاسی سیاست له فتنی سره تعویض یا ګډ کړی کوم ته چه تاسی د سیاست نوم ورکړی هغه سیاست نه فتنه یا دموکراسی ده ، د فتنی د پاره نه یواځی انسان قربانی… نور لوستل »