fbpx
pen-writing1

د مسلمانانو بچی يهود او نصارا څنګه بې لاري کوي؟

ډيرو محترمو مسلمانانو!
نهايت اهم دي چی په خپلو ملکونو کې د هغو جاسوسانو په اړه خبر شۍ کوم چي د ملحد شيوعيت، حاسد ترين نصرانيت،  مکار ماسونيت او بې لاري کونکو استعماري مذاهبو سره ژور روابط، او تعلق لري، او د مسلمانانو په ځمکه کې هر ځای  د اباحيت، ازادۍ، او د کفر د بنيادې خبرو په خپرولو کی سهار ماښام مصروف وې.

تاسو بايد پوه شۍ چی د دی خاينو جاسوسانو په قطار کي د هر ګوند عناصر وي، کوم چی مستقل کار کوی، د هغوی د کار کولو مختلف  اسلوب دي، او دهغوي ډير ژور بنيادي اصول، او نوی نوی تنظيمونو هم دي.

د ذهنی غلامانو دغه لوي ګوندونه او ډلي ستاسو له ماشومانو د ايمان، اسلام، اخلاقو، او شرافت په لوټلو کی د يوه او بل سره متحد، همراز او همغږی دی، تر څو له ماشوم سره د ايمان، اخلاقو، يا شرافت په نوم کوم څه پاته نشي، او د دي خاينو ډلو په نظر دا هر څه تر هغو په لاس نه ورځي تر څو چي  ماشوم د تشکيک (شک وشبه) ازادی،او اباحيت د مختلفو مراحلو څخه تير نشي،بې شکه  د دي مراحلو له تيريدو وروسته دا ماشوم هر هغه مقدس شی غورځوي او له ځان څخه يې ليري کوي کوم چي له دين، او شريعت سره تعلق ولري، هغو چی خپل نفسونه يې د شيطان په لاس پلورلې هغوی د هيواد په طول او عرض کی هر ځای منتشر، او د مظبوط حيثيت مالکان وي، دوي په حکومتې وظيفو، راډيوګانو، ټلويزيونونو، تعليمی ميدانونو، کارخانو، غرض داچی په هر ځای کی ننوتلی وی.

د فسادپه خپرولو، بې لاري کولو، او د الحاد په دام کې د راګيرولو لپاره د دوی سره مختلف وسائل شتون لري، له اخباراتو، راډيوګانو،  تلويزيونو، ميلو، ثقافتي او تقاريري مجالسو،او کله د مختلف قسم تنظيمونو د افتتاح په توسط خلګ له دين څخه ليري والي ته بولي، دا ټوله وسائل له هغو علاوه دي کوم چي په تعليمی نظام او پوهنتونونو کي په  مستقله او منظمي طريقی څخه کافرانه نظريات خپروی، او د سازش او فساد لپاره خصوصی ملاقاتونه او ناستي پاستي کوی.

محترمو مسلمانانو! تاسو بايد په دی هم پوه شی چی  د دغو جاسوسانو سره د بی لاری کولو، خرابولو، او د ګفت و شنيد هم زيات اسلوب شته، دکومو له لاری چی دوی د ماشوم پر عقيدې، افکارو او اخلاقو باندی اثر غورځولاي شي.

د دغو طريقو او اساليبو څخه يوه داهم ده چی ماشوم کله فارغ شی، نو دوي ورته د ملازمت، او جاه او منصب لالچ ورکوی، او کله چي بيا په دغه تنظيم کی ورسره ملګری شی لوړی مرتبی او منصب ته ورسول شی.

په دی اساليبو کی د ماشوم د بی لاری کولو لپاره مغربی ثقافت او ترقی، يا د مشرق بنيادی شيان هم يوه ذريعه ده، دا خلګ ماشوم  په دی پوهوی چی تر څو مو اسلام، دين او شريعت نه وی پريښی تر هغو عزت او لوړوالی نشی ترلاسه کولای.

د دوی له اساليبو څه دا هم دی چی ماشوم پر خدای د اعتقاد په سلسله کی مشکوک کوی،  مثلا داسی ويل:

الله جل جلاله پيدا کونکی دي نو الله جل جلاله چا پيدا کړي دی؟

يا داسې چي الله جل جلاله نه وينو هغه ځکه چی موجود نه دی، دا رنګه غلط او باطل شکوک او شبهات پيدا کول، او په دی سلسله کی اشکالات او سوالات کول يي هم د ماشوم څخه دايمان اخيستلو يو اصل دی.

    د دوي يوه دا طريقه هم ده چی دا خلګ ماشوم  د اسلامي نظام په اړه په شک او شبهی کی اچوی، مثلا دا ويل چی: په اسلامې اصولو باندي د عمل کولو زمانه تيره شوې ده، او د دې اغراض او مقصود د ډيره وخته څخه ختم شويدی، لهذا دا اسلام د ايټم، برق، او علم سره د تلو صلاحيت نه لري.

دوی ماشوم په دی باورې کوې چې اسلام ښځه په حجاب محکومه کړيده،   په لويه څلور ديوالۍ  کې يي بنديوانه کړيده،  هغه يي د نارينه غلامه، حقيره، او ذليله جوړه کړيده، ښځي ته دا ممکنه نه ده چی  خپل حقوق، عزت، او کرامت حاصل کړي، مګر دا چی که پخپله  ښځه له دې ټولو قيوداتو څخه ځان ازاد کړي، کوم چی اسلام ورته وضع کړيدي، او هر هغه شی پريږدی چی اسلام پيش کړيدي.

د دوي يوه دا طريقه هم ده چي ماشوم ته د ازادۍ، شهوت پرستۍ، بي حيايۍ، او زنا په طرف په دي ويلو سره ترغيب ورکړي چي د جنسي شهوت داعي ته هم لبيک ويل پکار دي، او له جنسې جوش، او نفسياتي انظباط څخه هم ځان خلاصول مهم دي، وغيره وغيره، مختلف قسم اساليب، او باطل قسم شکوک او شبهات او خيرين او ګنده قسم تدبيرونه دا ټول يواځی د ماشومانو څخه د ايمان د پری کولو په هدف تر سره کيږي :

ذلک قولهم بافواههم يضاهئون قول الذين کفروا من قبل قتلهم الله اني يؤ فکون التوبه ۳۰

محترمو! ايا تاسو پوه شوی  دا خاينان!

 څوک چې دا رنګه شکونه او شبهي پيدا کوي د هغوی مقصد او غرض څه دي؟ بي شکه دهغوۍ مقصد يوازی او يوازی  مؤمن قومونه مرتد او له دين څه ګمراه کول دی،   او غواړي چي اسلامي معاشری د ځان په څير کړی، کوم چي د باطلو، منسخو، او تحريف شويو کافرانه عقيدو خاوندان دي، او دا ځکه چی د مسلمان ځوان او مسلماني ښځی سره د اسلام په نوم کوم شی باقی پاته نشی، او يا په هغوۍ کی څوک د عيب، حياء يا د حرامو په نوم کوم څه ونپيژنۍ.

که چيرته دا بی ننګه او بی ايمانه جواسيس په خپل دغه ګمراهي کی کاميابه شول، او هغوی ته دا موقع ورکړل شول چې هغوۍ خپل د مکر بازار ګرم وساتی، او سره متحد شۍ، او خپل زهر  او کفريات خپاره کړی، او زمونږ لخوا د هغوی سره هيڅ مقاومت او مدافعت ونشو، او مونږ د خپلو ذمواريو احساس ونه کړ، د لارښودلو، تلقين او تربيت اهتمام مو ونه کړ نو خداي نخواسته انجام به مو خراب وی، اسلام معاشره به په لازمی توګه د ازادۍ، اباحيت، او الحاد پر طرف روانه شې، او په ازادانه توګه به د غرب يا شرق څخه الهام واخلی، او که تاسو غواړی نو هم ويلاي شۍ چي هغوی به د کميونسټ، يا رأس (سرمايه دارانه) نظام سره ملحق شي، او په داسي وخت کي به مونږ دايمی رسوايي ته وتلی يو، او په نتيجه کی به اسلامی ملتونه د غلامی او سرټيټي ښکار وی،او مونږ به د هغو خلګو په څير شو  کوم به چی تر قيامته د الله جل جلاله، او قومونو د لعنت مستحقين وی.

ډاکټر فرهاد خالد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د