کرکیټ: پاکستان له تاریخي بریا وروسته تاریخي ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمری ۴مه، ۱۳۹۵ل): د انګلینډ او پاکستان تر منځ نن دوهمه ټیسټ لوبه په مانچسټر ښار کې پای ته ورسیده چې پاکستان په ۳۳۰ منډو وبایلله.

ددې تر مخه پاکستان لومړۍ ټیسټ لوبه په لندن کې په ۷۵ منډو ګټلې وه، چې پاکستاني مطبوعاتو یوه تاریخي بریا وبلله.

د پاکستان او انګلینډ تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه درې ورځي وړاندي په مانچیسټر کې د جمعې په ورځ پيل شوه، د لوبي پچه انګلینډ وګټله او لومړی یې د توپ وهني پریکړه وکړه.

پاکستان ونه توانید چې د تېري لوبي په څیر ښه بالنګ وکړي، ځکه نو انګلینډ په خپل وار ۵۸۹ منډي جوړي کړې چې په هغو کې «جو روټ» ۲۵۴ منډي په یوازي سر جوړي کړي او کپتان ۱۰۵ منډي جوړي کړي.

په جواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۹۸ منډو وسوځېدل.

انګلینډ یو ځل بیا د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۳ منډي جوړي کړي او بیا یې پاکستان ته دعوت ورکړ چې ۵۶۵ هدف پوره کړي.

د ټېسټ لوبي د قانون سره سم پاکستان به یا دغه هدف تر لاسه کوی او یا به یې د پنځمي ورځي تر پایه پوري خپل لوبغاړي د سوځېدو څخه ساتل، خو هیڅ یې هم ونه کړای شوای.

د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳۴ منډو وسوځېدل او لوبه یې په ۳۳۰ منډو وبایلله.

ددواړو هیوادونو تر منځ دریمه ټېسټ لوبه به د اګست میاشتي پر دریمه نیټه په برمنګام کې پیل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د