
جاپان: په یوه برید کې ۱۹ تنه په چاړه وژل شوي
نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): نن د سې شنبې په سهار وختي د جاپان په پلازمینه ټوکیو کې د معذورو خلکو پر استوګنځي باندي یوه ځوان د چاړې په واسطه برید کړی او ۱۹ تنه یې ځای پر ځای وژلي دي.
د جاپان خبري اژانس کیوډو څخه په خپور شوي خبر کې ویل شوي چې زیات شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د یادي سرچیني له خبر سره سم بریدګر شل کلنۍ کې دی، تر دې مخکې په همدې استوګنځي کې کارکوونکی وو.
د جاپان رسمي تلویزون د پولیسو له قوله ویلي چې بریدګر ځوان د غوصې په حالت کې وو کله چې په مرکز کې پر استوګنو د چاړې په واسطه برید وکړ، چې له امله یې ۱۹ تنه ووژل شوه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.