
غزل: حبيب الله تراب
حبيب الله تراب
خدای به بیا د امارت ګلان زرغون کړي
د هسک لاندې به په هسکو باندې یون کړي
د ظالم مغول به خوله کړي ورته ماته
د سور غر دوښمن به بیا په زړه محزون کړي
دا ګلان چې رژیدلي وو تازه شول
آریانا کې به آرام هم به سکون کړي
د تاریخ په زرین باب کې به یې نوم وي
په ننګونو به بدل دوی خپل مضمون کړي
له شاهانو به د عمر قلنګ واخلي
د ایمان په رنګینو به ځان مسوُن کړي
تروږمی به د اجل په غیشي ښکار کړي
د سفیدو له قافلو سره به تلون کړي
سپوږمۍ تیت کړل په لمن کې راڼه ستوري
د حریت ډیوې به بلې صباوون کړي
حبیب الله ترابه ځان په الله سپاره
د جانان غیږې ته تلل به دې مدیون کړي