نړۍ

یمن.. د سعودي ۲ پیلوټان او ۵ عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي حکومت اعلان وکړ چې په یمن کې ددوی دوه تنه پیلوټان ووژل شوه، په یوه بل خبر کې د کورنیو چارو وازرت ویلي چې ددوی د سرحدي ځواک پنځه تنه عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په یمن کې د شرعي حکومت څخه د ملاتړ په نوم ایتلاف مرکزي قومندانۍ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خرابي هوا له کبله د سعودي یوه اپاچي الوتکه په یمن کې وغورځېده چې له امله یې دوه پيلوټان ووژل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلې چې دواړه پیلوټان د یمن په مآرب ښار کې په پوځي عملیاتو کې د شرکت لپاره په پرواز بوخت وه چې د یادي پيښي سره مخ شوه.saudi-sarhadi-army

بل لوري ته د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی ۵ تنه سرحدي عسکر د یمن سره پر پوله هغه وخت ووژل شوه کله چې یې د حوثي ملیشو پر ضد د خپلو سرحدونو څخه دفاع کول.

ددغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي چې ددوی ځواکونه تر  ۸ ساعتونو وروسته جګړې وتوانېدل چې د حوثي ملیشو برید پر شا وتمبوي.

نوموړي ویلي چې دوی د نجران په سیمه کې هڅه کول چې سعودي ته د وسلو سره ننوزي خو د سعودي سرحدي عسکرو پر وخت د هغوی پر ضد عملیات وکړه او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x