شعـــــرونه

را روان دي: فتحان حنفي

فتحان حنفي

هغه بر دغره له څوکې نه قطار را روان دي
چې وهلی شبګیرو دي ښه خمار راروان دي

هریو د احمدشاه او د محمود غوندې ځلیږي
اتلان ددې ملت ګوره سرشار را روان دي

په څیروکې مطمئن دي مسکالري په شونډو
که ستومانه دي خوخیر ټوله ګلزار راروان دي

خزان یې ډبولی له دې کلې یې شړلی
ټول سپرلې دي راروان بهاربهار راروان دي

راځې ددې لپاره چې مو هیلې را ژوندۍ کړي
ډیرپه خوند په مینه مینه په کرار راروان دي

له وړاندې نه ځلیږې د اخلاقو نمونې دي
چې قدم کرار را اخلې په کردار راروان دي

دا ستړې قافله ده رارسیږې لیږ ده پاتې
چې توښې یې دي راوړې ځکه بار راروان دي

تر سپین بیرغ نه لاندې دا ټولۍ ده راروانه
اې فتحانه دتکبیر په دروند شعار راروان دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x