ټولنیزه برخه

اعتماد «سرعت» رامنځته کوي

بازمحمد منګل

تجاران یوه اصطلاح لري چې وايي: ” باور د کاررونو د ګړندیتوب لامل کېږي.” باور کارونه چمتو کوي. که باور نه وي په یوه ټولنه کې کار پر مخ نه ځي. بې باوري د هغه ماشین په څېر ده چې خراب شوی وي او کار نه کوي.

فرانسوي فوکومایا یو کتاب کې لیکی چې نوم یې دی: [اعتماد ټولنیز فضیلت، اقتصادي وده او پر مختګ]. هغه په خپل دغه کتاب کې په سوداګریزو معاملو کې د باور نقش مطرح کوي. هغه لیکي چې له باور کولو پر ته د سوداګرۍ یا تجارت کار له رکود سره مخ کېږي او بالاخره د شیونو راکړه ورکړه او د قراردادونو چمتو کول په ‌‌‌‌‌‌ډېره لوړه بیه تمامیږي.

هره ټولنه یا هیواد چې غواړي په اقتصادي لحاظ وده وکړي، باید د خپل باور ظرفیت لوړ کړي. کله چې د باور درجه لوړېږي، کار هم په ګړندۍ توګه تر سره کېږي او په مقابل کې قیمتونه را ټیټیږي. کله چې باور کمېږي کار هم راټيټېږي او بیې لوړېږي. د یوې ټولنې لپاره بې باوري ‌‌‌‌‌‌ډېره قیمته تمامېږي. ستیفن کووي په خپل کتاب کې لیکي: باور همغه څه دی چې هر څه ته بدلون ورکوي.

باور د غوړیو غوندې دی چې ټولې ټولنې په نرمه توګه په خوځښت راولي که دا ټولنې سترې وي او که وړې.    که چېر ته باور نه وي نو یوه خلاصه او آزاده ټولنه نه شو جوړولی. په ټولنه کې دومره ‌‌‌‌‌‌ډېر پولیس نه وي چې هغوی د هر شي څارنه وکړي او د خلکو ټولې کړنې او چلندونه وڅاري. خو که چیرته په یوه ټولنه کې باور موجود وي، نو مونږ کولی شو له نورو سره مرسته وکړو.

مونږ کولی شو له نورو سره ښې اړیکې ولرو او اداري او هیوادنۍ چارې په ښه توګه تر سره شي. په دې ټولنو کې به قدرت او انرژي، وفاداري او مثبتې کړنې جریان ولري، یو سالم کاري چاپېریال به رامنځته شي، ملګرتیاوې به ټینکې شي او خلک به په خوشالۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ څنګ په څنګ سره کار کوي.

په یو ملت کې د مدني ټولنې په برخه کې د ودې او پرمختګ لپاره ، باور ‌‌‌‌‌‌ډېر ستر رول لوبوي.    که زموږ حکومت غواړي چې په هره برخه کې پرمختګ او کار وشي او  یو اباده او پرمختللی هیواد ولرو نو باید د ملت باور لاسته راوړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x