نظــر

هزاره ګان به خپل رهبران ووژني

حفيظ الله تسل

که تاریخي پس منظر وکتل شي، هزاره ځوانان به هیڅ کله د تېر په څېر لاریونونو لپاره را ونوځي؛ بلکې د خپلو رهبرانو د محاکمه کېدو غوښتنه به وکړي.

د جنبش روشنایي په نامه هغه لاریون چې د داعش وسله والې ډلې ځانمګري برید پکې په لسګونه هزاره وروڼه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل، د هغو هزاره رهبرانو زمینه سازي وه چې وخت ناوخت پرې پرته له دې چې د هغوی د تېرو کړنو او تاریخي پس منظر په اړه معالومات پیدا کړي، باور کوي او په ایشاره یې حتی د هرې ډلې او هر کس د ځپلو هڅه کوي.

له یاد برید نه وروسته د زیات شمېر هزاره ګانو باور بل لور ته واوښت، دوی خپلو رهبرانو او د یادې مظاهرې طراحانو ته د هغوی بې باکۍ له امله په ښکاره ډول د سپکو سپورو په ویلو د ملي خاینانو خطاب وکړ، هغوی یې نه یوازې د سلګونه لاریون کوونکو؛ بلکې د ټول هزاره قوم پر سره معامله کوونکي وبلل؛ خو له بده مرغه، په دې کچه وژل، ټپي کېدل، قرباني، غم او اوسنۍ بې باوري د سؤتفاهم له امله رامنځته شوه. هزاره وروڼو په کراتو په خپلو مشرانو (کریم خلیلي، محمد محقق او تر دې په ټیټه کچه کوم چې په روانو حالاتو کې د راتلوونکي لپاره د مشرتابه په موخه هر ډول ککرې تر پښو لاندې کوي او د لوړ پوړ لپاره د زینې کار ترې اخلي) باور کړی او د همدوی په ایشاره یې ډېر ځلي په خپلو پښتنو، تاجکو، ازبکو او نورو ورڼو د متعصب او یا د هغوی د سر د دښمنانو ګمان کړی دی.

په داسې حال کې چې اوس وخت هغه د تېر په څېر وخت نه دی چې خدای مه کړه، فهم او پوهه تر دې کچې وي چې بیا هزاره ګان، تاجک، پښتانه، اوزبک، ایماق، قزلباش، نوریستانیان او یا نور، په خپلو منځو کې یو بل وځپي؛ بلکې وخت داسې ایجابوي چې ټول افغانان د خپلو هغو دښمنانو پر وړاندې چې دوی یې ځپلي او پړه یې په خپلو کې یو پر بل ور اچولې، وپېژني، د پاکستان، ایران او د نورو هغو هېوادونو پر وړاندې په یواليتوب سره ودرېږي او خپل غج ترې واخلي.

دا مېړانه چې د شروي اتحاد د کمساري یرغل پر وړاندې افغانانو په سخته مقاومت وکړ او د هغوی ملاوې یې ماتې کړې، پرته د هزاره قوم له مشر عبدالعلي مزاري او ډلې یې نورو ټولو جهادي ډلو مستقیمه برخه درلوده.

دا ځکه چې کله د روسانو پر وړاندې د مقاومت اوازه په واقعیت بدله شوه، د پاکستان، سعودي عربستان، امریکا، چین او ایران په ګډون ځینو هېوادونو له افغان مجاهدینو سره د هغوی د ملاتړ په موخه د تجهزاتو د برابرولو ترڅنګ اړینې مرستې وکړې. له دوی څخه ځينې هغه هېوادونه دي چې اوږد مهاله او لنډ مهاله موخې یې درلودې، د همدې لپاره یې د افغانانو له منځه ځینې د جهاد په نامه ډلې جوړې او پیاوړې کړې.
ایران چې په افغانستان کې یې د شمو موخو د تر سره کېدو پلانونه درلودل، له وخت نه په استفاده، د هزاره وروڼو په ځانګړې ډول اهل تشیع چې له هغوی سره یې مذهبي مشترکات تر نورو هغو زیات ول، د ژبې او نورو ځانګړتیاو په وسیله په اسانۍ کولای شول، په کمه سرمایه، په لږ وخت کې مناسبه او د دوی لپاره ګټوره ډله رامنځته کړي.

همداسې وشول، د ایران د اهل تشیع د مذهبي مشر خمیني په ایشاره او فرمایش یې په افغانستان کې هزاره ګان کټ مټ داسې تنظیم او ترتیب کړل؛ لکه څرنګه یې چې تمه درلوده، د حزب وحدت په نامه یې یو ګوند رامنځته کړ چې د ایران د قم له دیني مدرسې څخه وتلی هزاره عبدالعلي مزاري یې ورته مشر وټاکه.
دا وخت په ښکاره د ایران غوښتنه او هیله د روسانو ماتې او د یرغمل شوي افغانستان مخنیوی ښکارېده؛ خو په باطن کې چې د مزاري او ډلې د کړنو له مخې یې له روایه ښکارېده، د ایران خپلې اوږد مهاله موخې وې چې تر اوسه یې د رسېدو په حال او یا د رسېدو لپاره لار لنډوي.

ایران غوښتل، په افغانستان کې داسې نفوذ پیداکړي چې د مذهبي فیتوا له مخې په هر څومره اړینو او ترینګلو شرایطو کې چې دوی یې غوښتنه کوي، اقدامات وکړي.

دا شومه هیله یې لرې نه وه، کله چې روسانو ماتې وخوړه، دلته د هغو ډلو چې نورو ورته بدبینو هېوادونو په غېږ کې نیولې وې، د اوږدې مودې د انتظار د پای ته رسېدو انتظار یې کاوه، لوبه پیل کړه. پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، چین او نورو خپلې، خپلې ډلې پرېښوې، دلته په کابل کې د یرغل په څو برابره سخته لوبه رامنځته شوه، ۵۰۰۰۰ کسان شهیدان، په زرګونه نور معیوبین او معلولین شول، د ناموس نه هېرېدونکې بې عزتي، د هغوی د سینو پرېکولو ترڅنګ، د ولادت لپاره ډلیزه ننداره، د ځوانانو او سپین ږیرو په سرونو کې میخونه ټک وهل، د انسانانو غوښې کبابول او خوړل هغه څه دي چې تاریخ یې له بیانېدو شرم ونیاوه، د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن او نورو په نامه وژنې، د هغوی پر سر د ایران او نورو هېوادونو لخوا ورکړل شوې کفري ټاپې ولګول شوې او بالاخره د وینو په سېلابونو د لوبڅارانو تنده خړوبه شوه.

برچي چې اوس یې ځوانان مدني فعالان، پوه او د کار خلک دي، په عصري علومو، د ایران په مفتو یا د ځینو هغو د زحمت په ګاللو په ترلاسه شوو، ماسټریو او نورو لوړو سندونو سمبال شوي دي؛ له بده مرغه د خپلو رهبرانو له تاریخي شرمناکو کړنو نه نا خبره دي، د هغوی په خبرو په همدې سیمه کې چې رهبرانو یې پرته له هزاره ګانو، نور د هر قوم هر ډول نه جبرانېدونکې بې عزتي، بد بیني او بې عدالتي کړې ده، د عدالت غوښتو په موخه راټولېږي.

که دوی تېر ته وګوري، دا د عدالت په نامه هغه ستره بې عدالتي ده چې د دوی رهبران یې ورسره کوي، دوی په ډلو، ټپلو وېشي، په بېلابېلو نامو یې را ټلوي، خپل باداران پرې خوشحالوي او بیا یې که اړتیا شوه د سر په لاندې برخه یعنې ورمېږونو کې وهي، دا د هغوی لپاره نه ردېدونکی فرمان وي.

اوس نو که پوه شوي وي، دغه د شنبې ورځې پېښه همداسې یوه پېښه وه، دوی یې له مظلومانه صداقت نه په استفادې، خپل ډالري معاشونه لوړوي، د دوی له جیبو یې اخلي او خپلو زامنو ته پرې په بهر کې د هر ډول زده کړو، اسانتیاوې او د ساعتتېرۍ زمینه برابروي. خپله په سوله؛ خو دوی په جنګ کې ساتي.

هزاره ګانو ورڼو. که پوه شوي یاست، ستاسې رهبر، فیض محمد کاتب او د هغه په ډول هغه ستر خلک دي چې تاریخ یې د کارنامو او پاک نیت ستاینه کوي؛ تاریخ ته مو کتنه وکړئ او خپل مشران وټاکئ، نور نو باید د دوی خبره رد کړئ او له نورو اقوامو سره د وروڼو په شان ژوند وکړئ.

موږ مو په درد دردمن یو؛ ځکه چې تاسې عام هزاره ګان یاست، ستاسې ګناه دا ده چې په دوی مو باور کړی، نور نو په دې مسله کې ګرم نه یاست، د هېواد پالنې، قوم پالنې، مذهب پالنې او هزاره پالنې باندې یې روږدي کړي یاست او لنډه دا چې په نورو یې پلورلي یاست.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

کله چې مونږ وایو هزاره وروڼه نو د وروری حق خو دادی چې یو ورور د بل ورور له خوښې او مشورې سره سم عمل وکړي، تر څو یې غم او ښادي یو وي، خو که یو ورور د بل د خوښې خلاف داسې عمل کوي چې عواقب یی بد وي نو بیا یې خپل مسوولیت دی. زرګونه هزاره وروڼه د خپلو پرديپالو مشرانو په اشاره د خپلو افغانانو د خوښې او ارادې خلاف سوریې ته ځي او هلته د یو ظالم په ملاتړ د سوري وولس په عام وژنه کې برخه اخلي، نو که له بهره څوک ددوی پل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x