نړۍ

عراق.. په چاودنه کې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): د عراق پلازمیني بغداد څخه شمال شرق ته د الخالص په نامه ښارګوټي کې د موټر بم چاودني له امله ۱۴ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

الخالص ښارګوټی د پلازمیني بغداد څخه ۸۰ کیلومیټره لیري دی.

روغتیايي سرچینو ویلي چې د مړو شمېر تر دې هم زیاتیدای شي.

چاودنه د یوې پوستې سره نیژدې هغه مهال شوې کله چې زیات موټر سره را ټول شوي وه.

د دیالی ولایت د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې ۱۴ تنه ووژل شوه او ۳۷ نور ټپيان شوه.
نوموړي ویلي چې د پيښي ډیری قربانیان په موټرونو کې دننه په مړي او ټپي حالت کې پراته وه.

باید وویل شي چې یوه ورځي وړاندي د بغداد په کاظمیه کې هم یوه چاودنه شوې وه چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي وه او مسؤولیت یې د اسلامي دولت ډلي (داعش) اخیستی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x