ادبي لیکني

د ادب بي بي رابو لېونۍ ـ نقد

فاروق سرور

نقد –

زموږ يو مشر ليکوال به وموږ ته عجبه خبره کوله چي ما شل رجسټران وليکل او ومي سوځل، بيا مي چېري ليک، ليک سو، نو که ليکوال جوړېدل غواړئ، داسي به کوئ .

بي بي رابو زموږ د کلي لېونۍ وه، د خار مړي دريه يا دف وهل ډېر خوښ وو ، نو ټوله ورځ به يې دريې ته وړه غمچکه نيولي وه، څو دفه يې څيري کړل چي د دې دريه نه زده کيده او دا ارمان يې په زړه کښي ښخ پاته سو .

نو څه د مشر د وينا مطابق موږ به له ځانه د ادب رابوګياني جوړوو او خواري دريې به برناحقه څيرو؟

د يو بل مشر ليکوال وينا مي هم ډېره ښه په ياد ده چي بې ځايه ليک به حتما” کوي او بيا به يې څيري ، ولي چي د کويلې په تور کاڼ کښي غمي دغه ډول پيدا کيږي ، د څو ګونۍ کويلې د ګونيو ډکولو وروسته يو غمي خامخا پيدا کېږي يا په لاس راځي .

نه يم خبر چي په خپله له ما سره ولي داسي کېږي ،لس ، پنځلس يا شل افسانې به وليکم ، بيا به مي چيري يوه خوښه سي . بيا هم خپله سخته وزه نه پرېږدم ، هغه آيډيا ملګرو ته حتما” بيانوم ، که دوي ويل ښه ده، نو يې مخته راولم ، کنۍ نو نه.

فلابير د فرانس نامتو ليکوال دي او دده ناول مادام بوواري دا مهال د نړۍ په زورورو کلاسک ناولو کښي يو دي . فلابير ډېر موړ وو ، خپل د دوستانو او ملګرو دپاره يې جلا محل وو ، نو ده چي به هم کله څه وليکل ، ټولو ملګرو ته به يې مړۍ وکړه او هغه ليک به يې ورته بيان کړي. ياران يې د زړه خلګ وو، ځکه به نو بيا له ګوټو سره پکښي ختل او دا ډول به يې ښه ليک وستايه، خو په بد ليک به يې ورته ويل چي دغه ورک کړه .

په نفسياتي توګه هم بې ځايه ليکل ډير ضروري دي. زموږ د ذهن دنيا د لاشعور دنيا ده، دلته زموږ ډېر مشاهدات، آيډياز، نا آسوده خيالات، ارمانونه، کرکي، نفرتونه، ميني، وهمونه او ډيري بلاوي ګډي وډي پرتې دي چي بيا يې موږ د خوب په بڼه کښي وينو .

په بې ځايه ليکونو کښي دا ټولي ومخته راسي چي کله کله له يوې حتما” ډيره ښه وړه کيسه يا نظم يا ناول جوړ سي .

په هرحال تاسي ټول محترم د خپلي خوښي څښتنان ياست، خو نه يم خبر چي زما بې ځايه ليک ولي خوښ دی او لکه لېونۍ رابو وايم چي يو نه يو وخت به د خور ښادي ټکۍ يا ږغ ځني ووځي .

جولاي 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x