نړۍ

سوریه.. په حلب کې د بمباریو له امله څلویښت کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د سوریې په حلب ښار کې د سوریې د دولتي الوتکو په بمبار کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې خبریال ویلي چې د سوریې الوتکو د حلب په هغه سیمه کې چې ددولت ضد وسلوال پکښي واکمن دي، د چاودېدونکو توکو څخه ډک بیلرونه غورځولي چې د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلې او له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې.

بل خوا د الجزیری خبریال په یوه بل خبر کې ویلي چې تیره ورځ د روسیې الوتکو د حلب ښار په غربي اطرافو کې د «انارب» او «ابین» په نامه سیمو کې بمبارۍ کړي چې له امله یې هلته هم ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د سوریې حکومت د روسي الوتکو په کومک هڅه کوي چې د حلب ښار هغه نیمی برخه چې تر اوسه لا د حکومت ضد وسلوالو مخالفینو په لاس کې ده، خپل په کنټرول کې راولي.

د الجزیرې خبریال ویلي چې د سوریې او روسیې الوتکو د سهار وختي څخه په مختلفو سیمو کې بمبارۍ پیل کړي.

باید وویل شي چې وړمه ورځ همدې الوتکو اوه روغتیايي مرکزونه بمبار کړي وه چې له امله یې خیریه ټولنو او روغتیايي موسسو په حلب ښار کې د یوه لوی ناورین را منځته کېدو خبرداری ورکړی وو.

د الجزیره تلویزون د خبر سره سم تیره ورځ ددمشق په اطرافي کلیو کې هم چیري چې مخالف وسلوال واکمن دي، پوځي الوتکو بمبار کړی وو چې له امله یې یو شمېر خلک ټپیان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x