نظــر

ژورنالیزم انسانیت تر پښو لاندې کړ

سیدخان سلیمانخیل

په نړۍ کې الله پاک انسان اشرف المخلوقات پیداکړي دی نو لازمه دی چې انسان ته په درنه سترګه وکتل
شې او عزت وشې، د انسانیت هر وخت باید قدر وشې نه داچې انسان خپله ساه ورکړي او قدر ونه شې.

په ټولنه کې مو تر اوسه خپل ځان ونه پیژندو یواځې له انسانیت سره لوبه کول زموږ پرمختګ دی، او یواځې همدا فکر راسره وی چې کوم ډول پرمختګ وکړم ترڅو نوم، شهرت او پیسې پیداکړم.

همداسې انسان لومړې فکر وکړي چې داسې کار به کوي چې په ټولنه کې نوم پیداکړي، لمړي ټولنې ته خدمت وړاندې کوي ترڅو د ټولنې په نظر کې خدمتګار ځان ثابت کړي او ورسته خپل مقام ته د ځان رسولو لپاره هر هغه څه کوئ چې انسانیت او اسلام دواړه اجازه نه ورکوي.

انسان هر وخت باید فکر وکړي چې دانسانیت خدمت وکړي لمړې هغه دنده پیل کړي چې خدمت په کې زیات وی تر څو حقیقې خدمتګار ثابت شې.

ژورنالیزم په یوویشتمه پیړۍ کې له حقایقو ډکه دنده دی خو ځینو خبریالانو د نوم پیداکولو او شهرت اخیستلو لپاره د ژورنالیزم له اصولو څخه سرغړونه کوي او انسانیت تر پښو لاندي کوی.

که د کابل پيښه ته فکر وکړو چې خبریالان ددي پر ځای چې ټپیان وژغورې انځورونه او ویډیو جوړه وی چې دا یو تازه مثال دی، یعنې انسانیت تر پښو لاندې شوي او خپله دنده ورته مهمه ښکارې تر څو په ټولنه کې نوم پیداکړي.

د دی بیان آزادي خلاف کار بولم ځکه همدا انسانان دی چې د خپلې پاکې دندې ترسره کولو لپاره حقایق ددیو مخته ږدو او که انسان نه وی نو بیا حقایق چا ته وړاندې کوو؟

لمړي خو انسان وژغوره چې ته ورته یو څه وړاندې کوی او که موږ وایو چې نه د یو انسان وژل کیدولو حقایق درک کړو او نور ته بیان کړو په داسې وخت کې چې له دي نړۍ څخه ځې او زه انځورونه اخلم او د نړۍ نورو خلکو ته ښکاره کړم، خو ته انسانیت لموړیتوب ورنه کړ خپله دنده درته ښه ښکاره شوه.

افسوس چې د خپلې دندې لپاره ته ټول انسانیت ووژه ځکه د یو انسان وژل د ټول انسانیت وژل دی.

خبریالان باید لمړې انسانیت په نظر کې ونیسې او ورسته خپله دنده ځکه انسانانو ته د حقیقت موندنې لپاره مو انسانیت ترپښو لاندې نه کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x