ټولنیزه برخه

د اوداسه شک او علاج یې

حامد افغان

رسول الله ﷺ فرمايي: د اوداسه شیطان شته، “ولهان” ورته وایي، له ده نه ځانونه وژغورئ. عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” لِلْوُضُوءِ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ : الْوَلَهَانُ ، فَاتَّقُوهُ”. رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَابْنُ مَاجَهْ.

“الوله” د زیاتې مینې له امله حیرانتیا ته وایي، نو الوله کې حیرانتیا وي او دا شیطان هم اودس کوونکی له حیرانتیا سره مخامخ کوي، که څه هم د حدیث سند کې کمزوري شته خو اوداسه کې د شک ناروغي ته یوه مهمه لارښوونه ده، اوداسه وغيره کې شک بېخونده ناروغي ده باید علاج یې وشي او علاج یې ډېر سخت نه دی، داسې شک چې مینځلي اندام کې به کوم ځای وچ پاته وي شرعاً اعتبار نه لري یو غړی دری ځله مينځل سنت او زیاتوالی د سنت مخالفت دی،

شک کوونکی باید د الله په امر او غوښتنه ځان پوهه کړي، قرانکریم او حدیثو کې راغلي چې دین کې تکلیف او زحمت نشته، قرانکریم وايي بنده د خپل وس په اندازه مکلف دی، لا یکلف الله مُسلم الا وسعها، او شکي انسان ځان په عذابوي او له خپله وسه لوی بوج باروي او دا د الله د امر مخالف ناروا او حرام کار دی.

په ځانګړې توګه شکي انسان وخت او اوبه مسرف کوي او د اوبو زیات مصرف حرام دی او بل له دی ځله زیات یو اندام مینځل هم ناروا دي، سعد بن وقاص رضي الله عنه اوداسه کې زیاتې اوبه مصرف کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: داسې مکوه دا اسراف دی هغه ورته وویل: اوبو کې هم اسراف وي؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که د نهر په غاړه ناست وې هم د اوبو اسراف ناروا او حرام دی.

که فرضا شک سره کوم ځای وچ پاته شي او یقیني نه وي دا ستونزه نه لري په شک سره پوره اودس نه ماتيږي، که شک سره څوک لمانځه کې غلط شي سجده سهوه پرې نشته. شکي انسان ته شک ورلویدل له شیطانه دي او د شیطان دښمنی ضروري ده مثلا که اوداسه کې شک ورولویدی چې پښه مې پوره نه ده مینځلې له ځانه سره دې په قاطعیت سره ووايي چې بلکل مې مینځلې ده .

کله چې کوم شکي انسان اودس کوې یو پوهه او خواخوږی کس دې ورته کیني او د اوداسه په مهال دې دا خبرې ورته کوي، او څو څو ځله دې دا کار تکرار کړي یعني یو اندام چې دری ځله ومینخي ورته وایې دي نور بس کړه صیب، په حرامو اخته شوې او ورته وا زه یې وینم پښه مو پاکه ده او دا خبرې دې په موسکا او مینه ورته کوي. لایکلف الله نفسا الا وسعا. لا حرج في الدین. دا عبارات دې په عربي ورته وایي او تشریح کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x