taliban wepons

شمال د طالبانو لخوا د لاندې کولو په حال کې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: دتیرې شنبې په ورځ طالبانو دهیواد په سرحدې ولایت بدخشان کې د دې ولایت  دکران اومنجان مهمه ولسوالې فتح کړه.

دهیواد په شمال کې دبدخشان سرحدي ولایت  دطالبانو ترټولوستر مخالف مشر استاد برهان الدین رباني ټاټوبی او دطالبانو دپنځه کلنې واکمنۍ په مهال دطالبانو له ولکې بهر پاتې وه .

له تیر کال راهسیې د  دغه ولایت د وردوج استراتیژیکې ولسوالۍ  په شمول  په زیاتره سیمو کې  دطالبانو پوځي فعالیتونه  دومره قوي شوي چې په ترڅ کې په رڼا ورځ  له دولتي ځواکونو څخه مهمې سیمې لاندې کړې او یو زیات شمیر پولیس او امنیتي عسکر يي ژوندي نیولي ،چې دسږکال دمارچ دمیاشتې عملیات یې دبیلګې په توګه یادولای شو کوم چې طالبانو ددغو عملیاتو په ترڅ کې ۴۹ دولتي عسکر مړه او ۵۷ میله سپکه اودرنه  وسله ترې ولجه کړله .

همدا اوس دوردوج ولسوالۍ  دشیدان او آبجین سیمې  دطالبانو دمهمو پوځي مرکزونو پوتوګه  دهغوئ تر کنټرول لاندې او طالبان له همدغو سیمو څخه  په بدخشان او نورو شمالي ولایتونو کې دخپلو پوځي فعالیتونو لپاره په  پلان جوړولو لګیادي.

تیره ورځ  دکرزي حکومت دولسي جرګې مشر عبد الرؤف  ابراهیمې  دکران اومنجان ولسوالۍ دسقوط له امله  دجوړې شوې بیړنۍ غونډې په ترځ کې دغې خبرې ته په اشارې سره وویل  چې دطالبانو لخوا د کران او منجان تسخیرول هغوئ ته دا فرصت په لاس ورکوي چې له همدې سیمې څخه دتخار کندوز ،کوکچې او نوروشمالي ولایتونو لاندې کولو په اسانه لاره پیداکړي .

دهیواد په شمال کې دبدخشان ولایت سوق الجیشي استراتیژیک حیثیت ته په کتلو سره  دکابل حکومت هم کوښښ کوي چې هالته خپل پوځي تسلط ټینګ کړي او په همدې  موخه یې په دې وروستیوکې يو دوه زره کسيزه فرقه هم دغه ولايت ته وليږدوله خو دهغوئ له  دغو هلوځلو سره سره بیا هم ورځ تربلې په دغه ولایت کې دطالبان فعالیتونه زور اخلی چې د بدخشان ولایت دغو پیښو دټول شمال امنیتي وضعیت تراغیز لاندې راوستی  او دکرزي حکومت یې له ننګونو سره مخ کړی .

تیره ورځ  دتخارولایت دپرمختیایي چارو دشورا وژل کیدل او په شمالي ولایتونوکې دطالبانو دپوځي فعالیتونو ورځ په ورځ   زیاتیدل  دې لامل شوي چې د ټول شمال زون په (۵) ولایتونوکې راتلونکو ټاکنو دولایتي شوراګانو لپاره دامنیتي اندیښنو له امله یواځې   (۹) ښځې خپل نومونه ثبت کړي .

دکران اومنجان  ولسوالۍ   چې  دنورستان ولایت  له پوشال سیمې سره  نیږدي موقعیت لري   دهغې فتح کول  دطالبانو لپاره  دهیواد  دختیځو او شمالي ولایتو  نو ترمنځ   دهغوئ  په پوځي پلانونوکې  دهماهنګي او انسجام  زمینه مساعده وي .

په شمال کې دطالبانو پوځي فعالیتونه په داسې مهال کې زور اخلي چې  د دغو ولایتونو مربوط  پخواني  جنګسالاران  (شمالي ټلواله) دراتلونکو ټاکنو  لپاره  دتیاري نیولو په غرض  دشدیدو خپل منځي اختلافاتو ښکارشوي  .

دشمالي ولایتونو مسلمان اوسیدونکي چې دامریکايي اشغال ترسیوري لاندې یې  دشمالي ټلوالې جنایات لیدلي له هغوئ څخه  خواتوري  او غواړي  دطالبانو ترڅنګ  دامریکایانو او دهغوئ دملاتړو (شمالي ټلوالې ) په خلاف   خپل ځانونه منسجم کړي . همدا لامل دی چې  دبدخشان په څیر هغه سیمې چې  مخکې ورکې دطالب په نوم څوک  ګرځیدلای نشوای اوس یې  له مرکز نه  سیوا ټولې سیمې دطالبانو دفعالیت  مرکزونه دي . 

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د