نړۍ

ترکیه.. که امریکا «ګولن» ونه سپاري، اړیکي به مو ورسره خرابي شي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود جاویش اوغلو» ویلي، که چیري امریکا «فتح الله ګولن» دوی ته ونه سپاري، نو د امریکې سره به د ترکیې اړیکي خرابي شي.

لس ورځي تر مخه په ترکیه کې پوځ د رجب طیب اردګان پر خلاف د کودتا ناکامه هڅه وکړه. د ترکیې حکومت وايي چې د ناکامي کودتا تر شا د «فتح الله ګولن» سري تنظیم لاس لري، ځکه یې ددغه تنظیم اړوند خدماتو او موسساتو باندي بندیز لګولی او همدا رنګه یې د ترکیې څخه بهر د ټولو هیوادونو څخه غوښتي چې د ګولن تنظیم اړوند تعلیمي او نور موسسات دي وتړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکې څخه د ګولن د غوښتني په اړه تازه څرګندوني د ترکي تلویزون «خبر» سره په یوه مرکه کې کړي.

نوموړي ویلي چې واشنګټن ته به د خپل راتلونکي سفر پر وخت د امریکايي چارواکو سره د ګولن د تسلیمۍ په اړه خبري وکړي.

د ګولن تنظیم چې د هزمت یا خذمت په نامه یادیږي، د ترکیې حکومت یې په اړه شک لري چې خپل اتباع د حکومت په مختلفو ادارو کې روزي، تر څو لوړو منصبونو ته ورسیږي او بیا د حکومت پر ضد د هغوی څخه ګټه پورته کړي.

ګولن د امریکې پنسیلوانیا ولایت کې د کال ۱۹۹۹ څخه اوسیږي.

د ترکیې او امریکې حکومت لس کاله تر مخه یو بل ته د مطلوبینو سپارلو معاهده امضا کړې، ځکه ترکیه د امریکې څخه خپل مطلوب شخص غواړي.

د سپیني ماڼۍ ویاند په تیرو ورځو کې ویلي وه چې د ترکیې حکومت ددوی څخه رسما د ګولن د سپارلو غوښتنه کړې ده.

بلخوا د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ترکیې د غوښتنو په جواب کې په مکرر ډول ویلي چې د «ګولن» د سپارلو پریکړه به د امریکا عدالت کوي.

د امریکې ځینو چارواکو ویلي چې کیدای شي د «فتح الله ګولن» سپارل ډیر کلونه ونیسي، خو د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ددې تر مخه په یوه بله مرکه کې ویلي وه چې امریکا باید ژر تر ژره ګولن وسپاري او زیاته کړې وه چې تمه لري امریکا د نوموړي تسلیمي کلونو ته ټال نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x