شعـــــرونه

په احساس دملتونو ولولې راپاروم

فتحان حنفي

په احساس د ملتونو ولولې راپاروم
دویده غافل قومونو مړې جزبې راپاروم

ځوانان ددرست امت به خپل مرال ته هڅوم
په لوړ عزم دمؤمنو ولولې راپاروم

بې احساسه شته ویده له حالاتو ناخبره
ځم دداسي بې احساسو سلسلې راپاروم

له هرلورې زمونږه دود اوفرهنګ نښه کوي چې
زه به هم ددې دښمن په ضد جګړې راپاروم

دخپل رب دخاص نظراو دمرستې طلبګار یم
چې نصرت یې راسره وي پرې صوبې راباروم

مادرب رضاته خاص نظرانه ده خپل سرایښئ
د خپل ځان په څیر بېشمیره عقیدې راپاروم

دا تورو تورو شپوته مشالونه او ډېوې وړم
چې روښانه کړي هر لوری زه وړانګې راپاروم

خالد ابن ولید هم ایوبي ته ضرورت دی
په تاریخ یې ثبتومه معرکې راپاروم

یم مؤمن کړې مې ژمنه له رب سره وفاکړم
زه دهر مؤمن به داسې دا وعدې راپاروم

څرک دنوې سباؤن به وۀ ځلیږي فتحانه
ځکه اوس زه بې حسابه حماسې راپاروم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x