نړۍ

د خاموشې ډرامې نامتو ستوري (مسټربین) مسلمان شو

ټولنیزو رسنیو او ویب پاڼو خبر ورکړی چې د کامیډي او ډرامو په نړۍ کې مشهور هنرمند (مسټر بین) د اسلام مبارک دین ومانه.

سدي بلادي ویب پاڼې د مسټربین له قوله ویلي چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په حق کې ګستاخانه فلم د نوموړي د مسلمانیدو اساسي لامل وګرځید او دغه ستر شخصیت يې ده ته وروپیژاند.

مسټربین د تلویزوني چاینلونو له استازو سره نور څه ونه ویل، او یوازې د شهادت د ګوتې په پورته کولو یې اکتفاء وکړه.

د یادونې وړ ده چې دغه نوموتی اداکار له یو داسې استعداد څخه برخمن دي چې د نړۍ هیڅ اداکار ورسره سیالي نه شي کولی. نوموړی په خاموشه ډرامو کې ساری نه لري، او په چوپه خوله د خلکو په شونډو موسکا غوړوي.

مسټربین یو داسي هنرمند دی چې نن سبا یې د نړۍ په هر ګوټ کې د ماشومانو څخه نیولې بیا تر مشرانو او میرمنو پورې ټول د نوموړي د کمال له برکته پيژني.

ځینو سرچینو لیکلي چې د تونس مشهور عالم او دعوتګر شیخ راشد الغنوشي د خپل ځان او ګوند (حرکة النهضة) په استازیتوب نوموړي ته په دې ویاړ مبارکي ورکړې، او په حقه لار کې یې ورته د ثبات او استقادمت دعا کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x