شعـــــرونه

سترګې سترګې غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

زه ستا سترګو ته ګورم، ستا اشنا سترګو ته ګورم
په سترګو دې شم ړوند که د بل چا سترګو ته ګورم

د برګو سترګو نُور نه دې زما سترګې نُور اخلي
نو ځکه داسې ډېر ډېر دې لیلا سترګو ته ګورم

په شان دا ستا د سترګو سترګې نه راته ښکاریږي
که هر څومره په سترګو د دنیا سترګو ته ګورم

د سترګو له مورچو دې د بڼو غشي را اُوري
پرې مړ نشمه! ځکه دې په غلا سترګو ته ګورم

ډېر ووایم چې سترګو ته دې نه ګورمه بس خو
په سترګو،سترګو،سترګو کې دې بیا سترګو ته ګورم

‹‹ځه! ضد کوو د سترګو جنګ به څوک ګټي جانانه!؟
ته زما سترګو ته ګوره ، زه به ستا سترګو ته ګورم››

ماښام دي راته وېل چې ته مې خوښ یې “خدرخېله”
نو خود به دي ډاډه اوس په رڼا سترګو ته ګورم

ـــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۱/۳/۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x