د تازه انځر ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

طبي څېړنو اوس دا ثابته کړې ده چې انځر له مګنیزیم، پوتیاشیم، کلیسم او فاسفور څخه مالامال هغه مېوه ده چې د سر، غاښونو، ستوني او معدې دردونه له منځه وړي او د تنفسي ناروغیو لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.

د سنتي طب څېړونکي هم په دې اند دي چې انځر د اوړي له هغو مېوو ګڼل کېږي چې ډېره ادرار راوړونکې ده او دا لامل کېږي چې د انسان د وجود حرارت کم کړي او یا له منځه یوسي.

دوی وایي چې انځر په هر ډول غذایي رژيم کې د کارونې وړ دي، هغه که د وزن د کموالي، د غوړو د له منځه وړلو او یا هم په وینه کې د شکرې د کنټرول لپاره وي.

د دغو څېړونکو د څېړنې مشر وایي چې انځر په خپل ترکیب کې غوړ نه لري او د نورو مېوو په څېر یوه بې کلستروله مېوه ده چې خوراک یې د وینې فشار د ټیټېدو لامل ګرځي؛ ځکه په زیاته کچه پوتاشیم لري.

په څېړنه کې دا هم په ګوته شوې ده چې انځر د غذایي فیبر تر ټولو غوره سرچینه ده او دغه راز په زیاته کچه پوتاشیم، مګنیزیم، کلیسم، فاسفورس او د A,B,C ويټامینونه لري.

د انځر خوړل قبضیت چې د ناروغیو مور ګڼل کېږي، له منځه وړي او د عضلاتو د ضعف مخه نیسي. هغه کسان چې د ورځې ۳ عدده انځر خوري، د هغو کسانو په پرتله به یې عضلې قوي او پیاوړې وي چې هېڅ انځر نه خوري.

د تغذیې د برخې پیاوړی څېړونکی میترا زراتي وایي، انځر یوازېنۍ مېوه ده چې د قبضیت په له منځه وړو کې مرسته کوي او کلمې پاکوي.

دی وایي، کله چې په کولمو کې د انځرو دانې اوبه جذب کړي وروسته په لعابیه موادو بدلېږي چې اضافي مواد کولای شي په کولمو کې په اسانۍ سره حرکت وکړي.

هغه کسان چې په وینه کې د کلسترول له زیاتوالي او یا هم د خوړو له نه هضمه شکایت کوي، کولای شي له انځرو ګټه واخلي؛ ځکه په انځر کې شته مګنیزیم د دې دواړو ناروغیو درملنه کوي.

میترا زراتي وایي، هغه کسان چې په زیاته اندازه فکري کارونه ترسره کوي، باید له انځر ګټه واخلي، ځکه د فکري کارونو په کولو سره په وینه کې شکره له ټاکلې اندازې کمېږي او انسان د ژورې لوږې او ستړیا احساس کوي.

دی وایي، انځر په بدن کې د اوبو د کموالي مخنیوی کوي او د خوړو تر ټولو ښه وخت یې سهار دی، ځکه انځر په تدریجي ډول اوبه پرېږدي او بدن ته د ورځې تر پایه پورې اوبه ورکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د